Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندهاراو غزني ولایتونو کې درې موټر بم بریدونه شوي

په کندهاراو غزني ولایتونو کې درې موټر بم بریدونه شوي

author avatar
10 Dec 2020 - 21:24
په کندهاراو غزني ولایتونو کې درې موټر بم بریدونه شوي
author avatar
10 Dec 2020 - 21:24

کندهار (پژواک، ۲۰ لیندۍ ۹۹) : امنیتي مسوولین وایي چې په کندهار او غزني ولایتونو کې درې موټر بمونه شوي ، خو ځاني زیان یې نه درلود.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي دلیندۍ په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، نن ماخوستن مهال د ارغنداب ولسوالۍ په تابین سیمه کې یو موټر بم هدف ته تر رسېدو وړاندې ویشتل شوی او چاودنه یې کړې ده.

هغه زیاته کړه، چاودېدونکي توکي په یوه هاموې موټر کې ځای پر ځاي شوي وو چې وسله والو طالبانو له امنیتي ځواکونو نیولی و.

نوموړی وايي، په دې چاودنه کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

د هغه په وینا، ملکي وګړو ته د مالي یا ځاني زیان اوښتو په اړه هم تر اوسه معلومات نشته.

چاودنه هومره درنه وه چې غږ یې د کندهار ښار په ځینو برخو کې هم اورېدل شوی دی.

ځینې سرچینې وايي، موټر بم پر هغه پُل چاودنه کړې چې پر ارغنداب سیند جوړ شوی چې له امله یې پُل ویجاړ شوی دی

خو بارکزی وايي، پله ته زیان نه دی اوښتی.

له تېرو څو ورځو راهیسې ارغنداب د سختو جګړو شاهد دی.

بلخوا د ملي دفاع وزارت وایي چې د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې هم دوه موټر بمونه له بریده مخکې ویشتل شوي دي.

ددغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو مخالفینو دوه مزدا موټر له چاودیدونکو توک ډک او غوښتل یې چې پر دولتي ځواکونو بریدونه وکړي.

سرچینې ویلي چې دغه موټر د دولتي ځواکونو لخوا تر پيژندلو وروسته ویشتل شوي او له منځه وړل شوي دي، چې پکې ناست دوه بریدګر هم وژل شوي دي.

وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 1

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.