ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
د ملالۍ ميوند وژنه په ملي او نړيواله کچه وغندل شوه

د ملالۍ ميوند وژنه په ملي او نړيواله کچه وغندل شوه

author avatar
10 Dec 2020 - 16:37
د ملالۍ ميوند وژنه په ملي او نړيواله کچه وغندل شوه
author avatar
10 Dec 2020 - 16:37

کابل (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٩) : د ننګرهار ولايت د انعکاس تلوېزيون د خبريالې ملالۍ ميوند وژنه په پراخه ملي او نړيواله کچه وغندل شوه.

په ننګرهار ولايت کې د انعکاس راډیو تلوېزیون خبریاله ملاله میوند او د هغې موټر چلوونکی نن د ليندۍ په ٢٠مه، د سهار په شاوخوا اووه بجو په جلال اباد ښار کې په داسې حال کې ووژل شول چې له کور څخه د دندې پر لوري روان وو.

ولسمشر د ملالې د وژلو د غندلو ترڅنګ ويلي : ” زموږ رسنۍ او خبریالان چې په سختو شرایطو کې د هېواد، سیمې او نړۍ له حالاتو څخه د خلکو د خبرولو  په موخه کار کوي، پر دوی بریدونه بشري ضد جنایت او نه بښونکی عمل دی. ”

هغه زياته کړې، د جهل او وحشت لارویان د دغه وړ وحشیانه بریدونو په ترسره کولو سره د بیان ازادي چې د اساسي قانون د صریح حکم په اساس د افغانانو مسلم حق او د هېوادوالو او د رسنیو فعالانو په ډېرو کوښښونو او قربانیو ترلاسه شوې لاسته راوړنه ده، نه شي محدودولی او حکومت یې په ټول توان ساتنې او پالنې ته ژمن دی.

ولسمشر اړوندو مسوولینو ته د دغه برید د عاملینو د تشیخص او قانوني مجازاتو ترڅنګ د دغې ترهګريزې پېښې له امله د قربانيانو کورنیو او رسنیزې ټولنې ته د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کړي دي.

بلخوا د ملي روغې جوړې عالي شورا رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د ملالۍ ميوند وژل غندلي او دا يې د هېواد او د بیان ازادۍ د دښمنانو کار بللى دى.

هغه زياته کړې، د وسله والو دا ډول بریدونه د بیان پر ازادۍ برید دی، او له اړونده مسوولینو غوښتنه کوم، چې د دې دردونکې پېښې عاملین پیدا او د خپل عمل په سزا ورسوي.

د  افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون هم په جلال آباد ښار کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا د يو خصوصي تلوېزیون د وياندې او د هغې د موټر چلوونکي وژنه غندي، پر دې پېښې خپله ژوره خواشيني څرګندوي او دا د تېرو دوو لسيزو پر مهمې لاسته راوړنې- د بيان او رسنيو پر آزادۍ- بريد بولي.

دغه  کمېسيون له اړوندو بنسټونو غواړي چې د پېښې عاملان په ګوته او د قانون مطابق سزا ورکړي. کمېسيون پر دولت هم غږ کوي چې په ځانګړو اقداماتو سره د خبريالانو امنيت ډاډمن کړي.

دغه راز د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا هم په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې دا وژنه غندل شوې او د رسنيو له کورنۍ سره يې غمرازي کړې ده.

د افغانستان د ژورنالېستانو د دفاع کمېټې رييس عبدالمعيد هاشمي د ملالۍ ميوند وژل غندلي او پر حکومت يې تور پورې کړى چې د خبريالانو د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلى دى.

د افغانستان د ازادو رسنيو مرکز مشر احمد قريشي د دې بريد او وژنو د غندلو ترڅنګ ويلي، چې ملاله يوه شجاعه خبرياله وه او په يوه خطرناک محيط کې يې په زړورتيا دنده ترسره کوله.

هغه زياته کړې:” د رسنيو پر کارکوونکو او خبريالانو بريدونه او ګواښونه نه يواځې کم شوي نه دي، بلکې ورځ تر بلې زياتېږي. موږ له حکومت څخه غواړو چې د خبريالانو امنيت خوندي کړي. ”

د افغانستان د رسنيو د خونديتوب کمېټې هم په يوه خبرپاڼه کې د ملالۍ ميوند وژل کېدل غندلي او ويلي يې دي چې حکومت د هېواد د نافذه قوانينو په رڼا کې د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د امنيت خوندي کولو مسووليت لري.

دغې کمېټې له حکومت څخه غوښتي چې د ملالۍ د وژلو قضيه په جدي توګه وڅېړي او قاتلين يې د قانون منګلو ته وسپاري.

د رسنيو د ملاتړ ادارې هم په يوه خبرپاڼه کې د ملالۍ ميوند وژل غندلي او زياته کړې يې ده چې امنيتي ارګانونو د يادې پېښې پلټنې پيل کړې او ژر به يې پايلې له  خلکو سره شريکې کړې.

سرچينې زياته کړې، د رسنيو د کارکوونکو امنيت ورځ تر بلې خرابيږي او هېڅوک نه شي  کولى چې په ازاده فضا او ډاډه زړه کار وکړي.

د رسنيو د ملاتړ ادارې ويلي چې د ملالۍ ميوند وژل کېدو سره د ښځينه خبريالانو د کار پر وړاندې اندېښنې او ننګونې نورې هم زياتې شوې دي.

په کابل کې د امريکا سفارت، اروپايي ټولنې، د ناټو ملکي استازي، د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر او يو شمېر نورو سفارتونو او نړيوالو سازمانونو هم د ملالۍ ميوند وژل غندلي دي.

مخکینی ولسمشر حامد کرزي هم د ملالۍ میوند پر وژنې خواشیني څرګنده کړې او د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډګيرنې مراتب يې د هغې کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کړي دي.

د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې په هلمند ولايت کې د ازادۍ راډيو خبريال الياس داعي په يوه چاودنه کې وژل شوى و.

د رسنيو ملاتړ ادارې نى د معلوماتو له مخې، د ٢٠٢٠ زېږديز کال له پيل راهيسې په هېواد کې د رسنيو لس کارکوونکي وژل شوي دي.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.