Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بغلان ګڼ شمېر اوسېدونکو د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه

پلخمري (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٩): د بغلان ولايت يو شمېر ديني عالمانو او اوسېدونکو له نړيوالې ټولنې څخه په افغانستان کې د روانې خونړۍ جګړې د درولو غوښتنه وکړه.

دغه څرګندونې د بغلان اوسېدونکو نن په مرکز پلخمري کې د يوې اعتراضيه را ټولېدنې پرمهال وکړې.

د يادو کسانو له ډلې مولوي فريد احمد فروتن وويل چې په افغانستان کې تر دې وروسته د جګړې دوام نور شرعي نه ده او سياسي بنسټ نه لري.

دى وايي: ((دا ځل موږ پر نړيوالې ټولنې غږ کوو چې په افغانستان کې د روانې خونړۍ جګړې پر درېدو ټينګار وکړي.))

د نوموړي په وينا، د افغانستان جګړه ناروا او يواځې د افغانانو د وژلو لپاره يوه پلمه ده.

دغه راز مدني فعالې امنه وردګ وويل چې په روانه جګړې مېرمنې تر ټولو ډېرې زيانمنې شوې دي.

هغې وويل: ((موږ نور د روانې جګړې زغم نه لرو، پر نړيوالۍ ټولنې غږ کوو چې د افغانستان د جګړې د درولو لپاره اقدام وکړي.))

د يادې غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره يې له نړوالې ټولنې، د بشري حقونو له نړيوال سازمان او له نورو بنسټونو په افغانستان کې د روانې جګړې د پاى ته رسولو غوښتنه وکړه.

د بغلان اوسېدونکي داسې مهال په افغانستان کې د جګړې د درېدو غوښتنه کوي چې دا مهال د قطر هېواد په دوحې ښار کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې اړوند خبرې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.