ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار معلولين: په دولتي دندو کې له موږ سره د مور ميرې چلند کېږي

د ننګرهار معلولين: په دولتي دندو کې له موږ سره د مور ميرې چلند کېږي

author avatar
10 Dec 2020 - 14:25
د ننګرهار معلولين: په دولتي دندو کې له موږ سره د مور ميرې چلند کېږي
author avatar
10 Dec 2020 - 14:25

جلال اباد (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار ولايت معلولين وايي، د سرپناه، زده کړو او نورو برخو کې له ستونزو سربېره ورته دولتي دندو کې هم ونډه نه ورکول کېږي او د مور ميرې چلند ورسره کېږي.

دوی وايي، ګڼ شمېر معلولين د لېسانس او ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري، خو تر اوسه له وزارت څخه نيولې تر يو عادي مديريت پورې معلول په دنده نه دی ګومارل شوی.

معلولينو دا څرګندونې د لېندۍ په ۲۰مه ننګرهار کې د معلوليت لرونکو وګړو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وکړې.

له بل پلوه د ننګرهار ولايتي اداره وايي، چې د معلولينو د ستونزو حل يې لومړيتوبونو کې دی او همدا اوس هم ننګرهار کې زرګونه معلوليت لرونکو وګړو او د شهيدانو کورنيو ته معاشونه ورکول کېږي.

د ننګرهار د شهيدانو او معلولينو امريت کې راټولو شويو معلوليت لرونکو وګړو د خپلو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

نظيم الله صريحي چې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې يې کړي او ډېرو دولتي بستونو ته يې ازموينه ورکړې وايي، تر نورو يې نومرې زياتې وي خو نه دی بريالی شوی ځکه په خبره يې د معلوليت لرونکو وګړو هېڅ قدر نه کېږي.

دی زياتوي چې معلوليت لرونکي وګړي د زده کړو او روغتيا په برخو کې هم له ستونزو سره مخ دي او داسې ځانګړي ځايونه نه دي جوړ شوي چې معلولين په کې د زده کړو او روغتيايي ستونزو د حل پرمهال د ارامښت احساس وکړي.

محمد ياسين سروري بل معلول دی. هغه وايي، که معلولين په دندو وګومارل شي نو اقتصادي وضعيت به يې ښه وي او نه به اړ کېږي چې په ښار کې خيرات ټولولو ته مخه کړي.

ضمير خان چې له دره نور ولسوالۍ څخه دغې غونډې ته راغلی و، ويې ويل يې له لسو ډېر کلونه کېږي چې د ځمکو اسناد ورکړل شوي خو تر اوسه هېڅ معلول ته خپل حق نه دی ورکړل شوی او ټول معلولين د سرپناه له ستونزې سره مخ دي.

د ننګرهار د شهيدانو او معلولينو چارو امر علي محمد کاکړ هم د معلولينو ستونزې مني خو وايي، دوی يې د حل په موخه اقدامات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، همدا اوس هم دې ولايت کې ۲۹ زره د شهيدانو وارثينو او معلولينو ته معاشات ورکول کېږي، د زده کړو برخه کې بېلابېلو مرستندويه ادارو په همکارۍ د معلولينو ظرفيت لوړونه روانه ده.

ده پژواک ته وويل، د سرپناه او کار ستونزه يې هم له ولايت سره شريکه کړې، چې د ملکي خدمتونو کمېسيون له معلوليت لرونکو وګړو سره په هره ازموينه کې پنځه نومرې مرسته کوي.

د ننګرهار د والي مرستيال ببرک مياخېل هم تاييد کړه چې د معلوليت لرونکو وګړو ستونزې ورسېدلي او ډاډ يې ورکړ چې د ځمکو موضوع د قضايي ارګانونو تر تعقيب لاندې ده چې ډېر ژر به له غاصبينو پاکه او دوی ته به وسپارل شي.

د يادولو ده چې د ډسمبر ۳مه په ټوله نړۍ کې د معلوليت لرونکو وګړو د درناوي په موخه نمانځل کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.