Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د استاد زرياب مړينه د ادب او فرهنګ برخه کې ستره ضايعه وبلل شوه

کابل (پژواک،٢١ليندۍ٩٩): ولسمشر غني او حامد کرزي د استاد رهنورد زرياب مړينه د ادب او فرهنګ برخه کې يوه ستره ضايعه وبلله.

د افغانستان مشهور کیسه لیکوال استاد رهنورد زریاب د ۷۶ کلنۍ په عمر تېره شپه مړ شو.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي :((په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد مشهور ليکوال رهنورد زرياب د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسېد.))

سرچينې زياته کړې چې هغه د خپل عمر ډېره برخه د ليکوال، کيسه ليکونکي، په ادبي او فرهنګي برخه کې د کار په برخه کې تېره کړه او زيات اثار ترې پاتې شوي دي .

دغه راز د ملي مصالحې عالي شورا مشر داکټر عبدالله هم د زرياب مړينه ستر ضايعه بللې او خواشيني يې پرې څرګنده کړې ده.

ولسمشرغني د زرياب د مړينې له امله د هغه کورنۍ، دوستانو  او د هېواد فرهنګي او ادبي ټولنې ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.

بلخوا د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر لوري په يوه خبره شوې خبرپاڼه کې د زرياب په مړينه خواشيني څرګنده شوې او هغه يې يوه ستره ضايعه بللې ده .

محمد اعظم رهنور زریاب په ۱۳۲۳ کال کې زېږېدلی او د افغانستان اوسمهالو لیکوالو کې یو مطرح کس و چې د ایران او تاجکسان کلتوري ټولنه کې یې هم له اثارو سره خلک بلد وو.

زریاب کابل پوهنتون کې لیسانس کړی و او دې برخه کې یې د بریتانیا له سوېلي وېلز پوهنتون ماسټري ترلاسه کړې وه.

نوموړي له سلو ډېرې لنډې کیسې او څو رومانونه لیکلي او هم یې د تصویر په نوم د کیسو یوه ټولګه روسۍ ژبې ته ژباړل شوې ده.

رهنورد زریاب د اویایمې لمریزې لسیزې لومړیو کې فرانسې ته کډوال شو او د طالبانو تر پرځېدو وروسته کابل ته را ستون شو چې له کلونو راهیسې د طلوع په نوم خصوصي تلوېزون کې سمونګر یا ایډېټر و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.