کابل (پژواک، ۲۲ ليندۍ ۹۹): د ولسمشر دويم مرستيال وايي، د طالبانو له خوا د اوربند نه کول، د سولې پر خبرو د خلکو باور کم کړی دی.
د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش نن (د لېندۍ ۲۲مه) په يوه غونډه کې وويل، سوله د هر افغان غوښتنه ده او هر څوک له سولې ملاتړ کوي، خو په ورته مهال خلک د خپلو حقونو او د تېرو ترخو دورو په اړه هم اندېښمن دي.
ده زياته کړه، د مذاکراتو له پيلېدو سره نه يواځې اوربند ونه شو، بلکې تاوتريخوالی لا زيات شو چې هره ورځ د سلګونو ملکي وګړو ژوند اخلي.
دانش وويل، څو چې اوربند ونه شي، د سولې پر خبرو د خلکو باور نه پيدا کېږي او نه به هم روان مذاکرات کومه پايله ولري.
د هغه په وينا، پر سوله د خلکو د باور پيدا کولو لپاره يواځېنۍ لار د تاوتريخوالي کمښت او اوربند کول دي.
دی وايي: «امارت يا هر هغه نظام چې د ديکاتورۍ، استبداد او د انحصار غږ ترې اورېدل کېږي، دايمي سوله هېواد ته نه شي راوړلی او همداراز به په يوه بل نوم په هېواد کې جګړه پيل شي.»
شاوخوا درې میاشتې مخکې په لومړي ځل په قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ په رسمي توګه د سولې خبرې پیل شوې او تر اوسه پورې يواځې دواړو لورو د مذاکراتو پر طرزالعمل هوکړه کړې ده.
اوس ويل کېږي چې دواړه خواوو پتېيلې چې درې اوونۍ وقفه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP