ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د اقلیم له بدلون سره د افغانستان سوېل ختیځې سیمې ګرمې شوې دي

ولسمشر غني: د اقلیم له بدلون سره د افغانستان سوېل ختیځې سیمې ګرمې شوې دي

author avatar
13 Dec 2020 - 12:05
ولسمشر غني: د اقلیم له بدلون سره د افغانستان سوېل ختیځې سیمې ګرمې شوې دي
author avatar
13 Dec 2020 - 12:05

کابل (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٩): ولسمشر اشرف غني وايي چې د اقلیم تغيير نه يوازې په ملي، بلکې د نړۍ په کچه يوه ستونزه ده چې افغانستان یې له امله تر ټولو زيات زيانمن شوى هېواد دى.

له ارګه د لېندۍ په ٢٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه څرګندونې نن سهار د ملګرو ملتونو له خوا د اقليمي بدلون په اړه جوړې شوې غونډې ته په انلاين ډول وينا کې وکړې.

په دې غونډه کې د نورو ترڅنګ د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ګوترېش، د برېتانيا لومړي وزیر جانسن، د فرانسې ولسمشر مکرون او د يو شمېر نورو هېوادونو ولسمشرانو، لومړي وزيرانو او نورو استازو برخه اخيستې وه.

ولسمشر غني زياته کړه، د اقلیمي بدلونونو له نظره افغانستان د نړۍ یو تر ټولو ډېر زیانمن هېواد دی.

هغه وايي: “زموږ په هېواد کې د وچکالۍ څرخ په پام وړ ډول رالنډ شوی او په ۳۳ کلونو کې له يو ځل څخه په پنځو کلونو کې يو ځل ته راکم شوی دی. اوسمهال زموږ په هېواد کې موسمي بارانونه، د ژمي پر ځای په پسرلي کې کېږي چې د مرګونو سېلابونو او ځمکو وړلو لامل کېږي.”

د ولسمشر په وينا، باور دا دی چې په وروستیو څلوېښتو کلونو کې د هېواد سوېل ختيځې سیمې يوه نيمه درجه زياتې ګرمې شوې دي. په بېساري ډول د ځنګلونو له منځه وړل، په تېرو څلوېښتو کلونو کې د جګړې يوه بله پايله ده.

ده زياته کړې، افغانستان د پاکې انرژۍ د تولید او زرغون صنعت د رامنځته کولو لپاره لوی ظرفیت لري؛ د لمر، اوبو او باد پریمانه سرچينې شته چې د سالم مدیریت په پایله کې د ۳۰۰ سوه زره مېګاواټه برېښنا د توليد مجموعي ظرفيت لري.

د نوموړي په وينا، زرغونه انرژي په افغانستان کې د زرغون صنعت د تحرک لامل کېدای شي؛ په دې برخه کې کار دوام لري.

ولسمشر غني زياته کړې، د ټاپي ګازو پایپ لاین او د کاسا زر انرژۍ لېږد د سیمه ييزې پروژې په توګه د تطبیق په حال کې دي.

ده ويلي: “موږ په ټول هېواد کې د ابي برېښنا د سټېشنونو جوړولو په حال کې يو او د لمریزو او بادي منابعو په برخه کې د هېواد ظرفیتونه ارزوو. پر دې سربېره، د «زيمنس انرژۍ له شرکت» سره د وروستي هوکړه لیک لاسلیک موږ ته زمینه برابروي چې په سیمه کې په مناسب قيمت د باور وړ او پایداره انرژۍ د تولید په مرکز بدل شو.”

هغه زياته کړې، د اقلیم تغيير نه يوازې په ملي، بلکې د نړۍ په کچه يوه ستونزه ده او د دې ستونزې حل ټولیزو، سیمه ییزو او نړیوالو هڅو ته اړتيا لري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.