ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور ولایتي شورا مرستیال وژل شوی

د غور ولایتي شورا مرستیال وژل شوی

author avatar
15 Dec 2020 - 14:13
د غور ولایتي شورا مرستیال وژل شوی
author avatar
15 Dec 2020 - 14:13

فيروزکوه (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٩): په غور کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د چسپکي ماین په چاودنه کې د دغه ولایت ولایتي شورا مرستیال وژل شوی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.

د عیني شاهدانو په وینا، دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا ۱۲بجې هغه مهال رامنځته شوه چې د غور ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمن عطشان، د ولایتي شورا غړی عبدالرحیم رضا زاده او زوی یې په یوه موټر کې سپاره او له کاري دفتره د بازار پر لور روان وو.

د غور ولایتي روغتون رییس ډاکتر محمد عمر لعل زاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې پېښه کې د غور ولایتي شورا مرستیال عطشان وژل شوی خو د ولایتي شورا غړی عبدالرحیم رضا زاده او زوی یې سخت ټپیان شوي دي.

بلخوا د غور ولایت مقام مرستیال او سرپرست حبیب الله رادمنش هم دا پېښه تایید کړه خو د مرګ ژوبلې په اړه یې جزئیات ورنه کړل.

امنیتي سرچینې هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کابل د والی مرستیال هم د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.