ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني خلک: د برېښنايي تذکرو د وېش پرمهال دوه ګونى چلند کيږي

د غزني خلک: د برېښنايي تذکرو د وېش پرمهال دوه ګونى چلند کيږي

author avatar
15 Dec 2020 - 14:58
د غزني خلک: د برېښنايي تذکرو د وېش پرمهال دوه ګونى چلند کيږي
author avatar
15 Dec 2020 - 14:58

غزني ښار (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٩): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د برېښنايي تذکرو د اخيستلو پرمهال دوه ګونى چلند ورسره کيږي او د يوې تذکرې د ترلاسه کولو لپاره په مياشتو-مياشتو انتظار کوي.

بل لورته په غزني کې د برېښنايي تذکرو د وېش مسوولين هم په دغه پروسه کې يو لړ ستونزې مني خو دوه ګونى چلند ردوي.

په دې اړه د غزني ښار اوسېدونکي وکيل احمد د ليندۍ په ٢٥مه پژواک ته وويل چې د برېښنايي تذکرو د وېش ډېرى کارکوونکي مسلکي نه دي او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دى وايي: ((زه له اندړو ورته راغلى يم، دلته ښار کې ورته پروت يم، دوى يواځې هغو کسانو ته تذکرې ورکوي چې واسطې ولري دې نورو خلکو ته يې په مياشتو کې هم نه ورکوي.))

دغه راز د غزني ښار بل اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل چې يو شمېر کسان د ټيلېفون په زنګ برېښنايي تذکرې ترلاسه کوي خو نور بيا په مياشتو انتظار کوي.

هغه وايي: ((زه داسې خلک پېژنم چې فورمه يې ډکه کړې، بايومټريک ته ورغلى نور يې زنګ وهلى دى، تذکره يې ورته کورته وړې ده، خو زما دا درې مياشتې کيږي چې فورمه مې ډکه کړې تراوسه مې بايومټريک نه دى شوى.))

همدرانګه د غزني يو بل اوسېدونکي حنيف کاکړ پژواک ته وويل چې د زمري د مياشتې په ١٣مه يې د برېښنايي تذکرې فورمونه ډک کړي خو تر اوسه يې د بايومټريک پروسه نه ده ترسره کړې.

ده زياته کړه: ((په دې اداره کې ټول د يوه قوم کسان دي، د نورو قومونو په ژبه نه پوهيږي، نو همدا لامل دى چې يواځې خپلو کسانو ته تذکرې ورکوي او دې نورو ته هېڅ توجه نه کوي.))

دغه راز د غزني ولايتي شورا منشي حميدالله سروري پژواک ته وويل چې د برېښنايي تذکرو په وېش کې د ستونزو په اړه خلکو دوى ته هم شکايتونه کړي دي.

دى وايي: ((موږ څو ورځې وړاندې ورغلي وو، پروسه مو له نږدې وليده ځينې ستونزې لري خو مسوولين وايي چې دغه مشکلات حل کوي، د مشکلاتو د حل لپاره موږ خپل نظارت جاري ساتو.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د يادې ستونزې د حل غوښتنه يې وکړه.

د يادو څرګندونو په ځواب کې په غزني کې د برېښنايي تذکرو د وېشلو ادارې مشر شيرين آقا سهاک پژواک ته وويل چې په دې پروسه کې ځينې ستونزې شته دي خو هڅه کوي چې حل يې کړي.

هغه وايي: ((د ورځې موږ دوه سوه کسان بايومټريک کوو او دوه سوه کسانو ته تذکرې وېشو، نو امکانات کم دي او د خلکو شمېر ډېر دى نو ځکه يو څه مشکلات شته دي.))

سهاک هم دا خبره تاييد کړه چې يو شمېر کسان د تذکرو د ترلاسه کولو لپاره واسطې کوي خو زياتوي چې ټولو ته په يوه سترګه کتل کيږي او له چا سره دوه ګونى چلند نه کيږي.

ده زياته کړه: ((اوسمهال موږ دلته غزني کې يو مرکز لرو، خو کوښښ کوو چې دغه مرکزونه ډېر کړو ترڅو مشکلات کم شي.))

د يادونې ده چې په غزني ولايت کې د روان کال د غويي مياشتې په ١٥مه د بريښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شوې ده.

Visits: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.