ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دکرونا له امله بلخ ولايت کې د قالينو صنعت زيانمن شوى

دکرونا له امله بلخ ولايت کې د قالينو صنعت زيانمن شوى

author avatar
17 Dec 2020 - 10:46
دکرونا له امله بلخ ولايت کې د قالينو صنعت زيانمن شوى
author avatar
17 Dec 2020 - 10:46

مزارشريف ( پژواک، ٢٧ لېندۍ ۹۹) : په بلخ ولايت کې د قالينو اتحاديې مسوولين او همدا راز د غاليو اوبدونکي او پلورونکي وايي، چې د کرونا له امله له دغه ولايت څخه بهر ته د قالينو د صادراتو کچه په بېساري ډول ټيټه شوې ده.

دوی وايي، چې د کرونا او قرنطين له امله اسيايي، اروپايي او امريکايي بازارونوته  صادرات محدود شوي، چې له همدې امله بلخ کې د غالۍ اوبدلو يو شمېر کارخونې هم بندې شوې دي.

له دې سره په بلخ کې د سوداګرۍ خونه هم تاييدوي، چې په تېرو دوه مياشتو کې له بلخ ولايت څخه بهرنيو هېوادونو ته د قالينو صادرات په ټپه ولاړ دي.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د قالينو د اتحاديې مسوولين او همدا راز د غاليو يو شمېر اوبدونکي او پلورونکي اندېښنه لري، چې د کرونا ويروس او قرنطين له امله يې کاروبار په بيساري ډول زيان ليدلی دی.

په شمال زون کې د قالينو د اتحاديې مشر عبدالستار بيکزاده پژواک اژانس ته وويل، چې له تېر يو کال را هيسې افغاني غاليو خپل نړيوال بازارونه له لاسه ورکړي دي.

هغه زياته کړه، بهرنيو هېوادونو ته د افغاني قالينو د صادراتو د رکود لوی لامل، کرونا ويروس او قرنطين دی.

بيکزاده وايي، نړيوالو بازارونو ته د قالينو د صادراتو لوېدو له امله په کور دننه د غالۍ اوبدلو يو شمېر کارخونې هم له فعاليته لوېدلې دي.

نوموړی وايي: (( په اسيايي، اروپايي او امريکايي بازارونو کې د افغاني قالينو تقاضا زياته وه؛ خو کله چې تېر کال کرونا ويروس راپيدا شو؛ نو نړۍ قرنطين شوه، د هېوادونو تر منځ تګ راتګ محدود شو، چې دې چارې پر سوداګريزو کارونو هم منفي اغېز وکړ، له هغې ډلې يو دا دى چې له شمال زون څخه بهر ته د قالينو د صادراتو کچه صفر ته نږدې شوې ده)).

هغه زياتوي، چې بهر ته د غاليو د صادراتو کموالي تر څنګ، کور دننه هم د قالينو بازارونه سقوط شوي دي.

د بيکزاده په خبره، د کرونا ويروس او قرنطين له امله د خلکو اقتصادي وضعيت زيانمن شوی، چې دې چارې په بازار کې د قالينو پر پېر او پلور منفي اغېز کړی دی.

نوموړي پر حکومت نيوکه وکړه چې د دغې ستونزې د حل په موخه يې له دوی سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

مزارشريف کې د قالين پلورونکو د مارکېټ يوه هېټوال ګل رحمان پژواک ته وويل چې کاروبار يې د کرونا او قرنطين له امله سخت زيانمن شوی دی.

نوموړي زياته کړه، د تېر کال په پرتله سږ کال د قالينو بيه له نيمايي ډېره رالوېدلې ده.

هغه وويل: (( له کرونا وړاندې له مرينوس موادو جوړه يو متر قالينه په ۹۰ ډالره خرڅېده، خو اوس يې څوک په پنځوس ډالره هم نه اخلي، په داسې حال کې چې پنځوس ډالر يواځې د دې قاليني اجوره او مصرف نه پوره کوي)).

د غاليو دغه پلورونکي وويل، داسې وخت هم پرې راغلی، چې د مياشتې په پای کې يې د دوکان کرايه هم نه ده پوره کړې.

د نوموړي په وينا، له کرونا وړاندې يې له غالۍ اوبدونکو سره قرار داد درلود چې له مخې يې دوی قالينې اخيستې او د افغانستان تر څنګ يې بهرنيو هېوادونو ته هم صادرولې، چې په وينا يې اوس دغه چاره په ټپه ولاړه ده.

هغه وايي : (( تاسې پوهېږئ چې اوس مو هوايي او زمينې لارې دواړه بندې دي، حتی د خوراکي موادو سوداګري محدوده شوې؛ نو ښکاره ده چې له همدې امله مو له غالۍ اوبدونکو سره خپل قراردادونه فسخ کړي او د هغوی کاروبار هم سخت زيانمن شوی دی)).

د غاليو دغه پلورونکی له حکومته د غاليو د صنعت د رکود د مخنيوي غوښتنه کوي.

۶۰ کلن حبيب الرحمن له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې په مزارشريف ښار کې د قالينو د اوبدلو او پلورلو کاروبار کوي.

نوموړي پژواک ته وويل، چې د قالينو د کاروبار په ټول عمر کې يې دا لومړی ځل دی چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې د غالۍ اوبدلو کارخونه له فعاليت څخه غورځېدلې ده.

د هغه په وينا، د کرونا او قرنطين له امله د خلکو اقتصاد دومره خراب شوی چې ډېر کم د قالينو د پېرلو وس لري.

ده زياته کړه: (( د قالينو اوبدلو يوه کارخونه لرم، چې د کورنۍ ۸ کسان مې په کې په کار بوخت وو؛ خو له تېرو نږدې شپږو مياشتو راهيسې يې فعاليت ځنډېدلی. د کرونا او قرنطين په لومړيو کې مو قالينې توليد کړې؛ خو دا چې صادرات نشته نو تر اوسه راته ايښې دي)).

هغه وويل، چې د غالۍ اوبدلو تر څنګ د قالينو د پلورلو يو دوکان هم لري، چې اوس يې په کې خپل پخواني توليدات پلور ته ايښي دي.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د کرونا او قرنطين له امله د غاليو ډېری کاروباريانو خپل کارونه له لاسه ورکړي او بايد چې اوس يې لاسنيوی وشي.

حبيب الرحمن همدا راز وغوښتل چې حکومت بايد بهرنيو هېوادونو ته د قالينو د صادراتو کچې لوړېدو لپاره هلې ځلې وکړي.

نوموړی وايي، په کور دننه هم د تېر کال په پرتله د قالينو د پلور بازار شپېته سلنه رالوېدلی دی.

په ورته مهال د بلخ سوداګرۍ خونه هم تاييدوي چې په تېرو دوه مياشتو کې له دغه ولايت څخه بهر ته د قالينو د صادراتو پروسه په ټپه ولاړه ده.

د بلخ د پانګونې او سوداګرۍ خونې د اجرايي چارو سرپرست حسن خان انصاري پژواک ته وويل، د کرونا ويروس او قرنطين له امله په شمال او ځانګړي ډول بلخ ولايت کې د قالينو کاروبار سخت ځپل شوی دی.

د هغه په وينا، د کرونايي بنديزونو له امله د قالينو صادرات په بېساري ډول راټيټ شوي، چې له امله يې د هېواد اقتصاد ته هم ګڼ زيانونه رسېدلي دي.

نوموړي وويل، نه يواځې د غاليو صادرات، بلکې په ټوليز ډول ټولې سوداګريزې چارې لکه واردات او صادرات له همدې امله زيانمن شوي دي.

انصاري وايي، چې افغاني غاليو په نړيوال مارکېټ کې مهم ځای درلود؛ خو په خبره يې چې اوس يې متقاضيانو ته رسول تر يوه بريده ناممکن شوي دي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې د اجرايي چارو سرپرست زياتوي، چې پخوا به له بلخ څخه د حيرتان بندر له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو او چين ته د قالينو صادرات کېدل، چې په وينا يې اوس دغه صادرات په ټپه ولاړ دي.

خو هغه وايي چې اوس يواځې له کابل څخه په محدود اندازه د غاليو صادرات کېږي.

نوموړي زياته کړه : (( دوه مياشتې کېږي، چې له شمال زون او په ځانګړي ډول له بلخ څخه د قالينو صادرات په ټپه ولاړ دي، زموږ د معلوماتو له مخې يواځې له کابل څخه په محدوده اندازه صادرات روان دي، خو مهمه داده چې بايد حالت بېرته عادي لور ته لاړ شي څو زموږ د غالۍ اوبدونکو توليدات بېرته نړيوالو بازارونو ته ورسېږي)).

په شمال زون کې د غاليو د اتحاديې مسوولين وايي، چې له کرونا او قرنطين وروسته يې د لويو لارو نا امني، د غاليو د صنعت د ودې پر وړاندې لوی خنډ دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.