Language

حج او اوقافو وزارت: د کرونا د مخنیوي لپاره دې په جوماتونو کې د فاتحې مراسم بند شي

کابل (پژواک، ٢٦ لیندۍ ٩٩): عامې روغتیا وزارت د کرونا واکسین د طرحې د جوړېدو، د ناروغانو لپاره د بسترونو د زیاتېدو او له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د پنځو کمېټو د جوړېدو خبر ورکړ او وویل، د حج او اوقافو وزارت اعلان وکړ چې په جوماتونو کې دې د فاتحې مراسم بند شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر جواد عثماني نن په کابل کې له حج او اوقافو وزارت سره په ګډه خبري ناسته کې په هېواد کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د دغه وزارت د جدي تدابیرو خبر ورکړ او وویل، دغه تدابیر د هېواد په کچه نیول شوي دي.

نوموړي په روغتیايي مرکزونو کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې او مراقبت د بسترونو پر ډېرېدو ټينګار وکړ او وویل، د کرونا ویروس د ناروغانو له پاره د بسترونو شمېر له ۹۶۶ څخه ۲۰۷۰ ته لوړ شوی، دغه راز د کابل او ولایتونو په ټولو روغتونونو کې د کرونا ناروغۍ د ناروغانو د درملنې او مراقبت لپاره زمینه برابره شوې ده.

د عامې روغتیا وزیر روښانه کړه چې د کرونا ویروس د دویمې څپې د غوره مدیریت لپاره له کرونا سره د مبارزې پنځه کمېټې جوړې شوې چې کار یې هره ورځ د «سهار اتو بجو» په ناسته کې ارزول کېږي.

نوموړي د کرونا ویروس د جوړېدو او تطبیق یادونه وکړه او ټينګار یې وکړ چې په هېواد کې د کرونا ویروس د تطبیق طرحه تیاره ده او ټاکل شوې د ۲۰۲۰ کال تر پایه د نړیوال بانک او اسیاسي بانک په ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته د هېواد شاوخوا ۲۰ سلنه نفوس ته واکسین ورکړل شي.

دغه راز د عامې ورغتیا وزیر له خلکو وغوښتل چې له دغه وزارت سره د کرونا د دویمې څپې سره د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي او له ماسک څخه استفاده او په غونډو کې له ګډون ډډه وکړي.

په ورته وخت کې د حج او اوقافو وزیر مولوري محمد قاسم حلیمي د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د روغتیايي سپارښتنو مراعاتول مهم بللي او له خلکو یې غوښتي چې د عامې روغتیا روغتیايي پیغامونو ته توجه وکړي.

هغه دغه راز وویل، د کرونا ویروس د دویمې څپې زیاتېدو ته په پام وویل، جوماتونو ته امر کېږي چې د فاتحې مراسم په کې بند کړي څو د خلکو د راټولېدو مخه ونیول شي.

نوموړي له لمونځ کوونکو وغوښتل چې د جماعت پر مهال ټولنیز واټن مراعات کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.