ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني او عمران خان د تاوتريخوالي د کمولو او اوربند په اړه خبرې وکړې

ولسمشر غني او عمران خان د تاوتريخوالي د کمولو او اوربند په اړه خبرې وکړې

author avatar
17 Dec 2020 - 09:33
ولسمشر غني او عمران خان د تاوتريخوالي د کمولو او اوربند په اړه خبرې وکړې
author avatar
17 Dec 2020 - 09:33

کابل (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٩) : په داسې حال کې چې د طالبانو پلاوى په اسلام اباد کې دى، د پاکستان لومړي وزير عمران خان له ولسمشر غني سره د ټيلېفون له لارې د تاوتريخوالي د کمولو او اوربند په اړه  خبرې کړې دي.

له ارګ څخه د ليندۍ په ٢٧مه، پژواک اژانس ته په يوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان تېر ماښام ټيلېفوني خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، په دغو ټيلېفوني خبرو کې دواړو لوريو د سولې پروسې په اړه د خبرو پر مهال په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتوالي سخته اندېښنه وښوده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان لومړي وزير ژمنه وکړه چې هېواد به يې په افغانستان کې د تاوتريخوالي د کموالي او اوربند د ټينګښت په خاطر، مرسته وکړي.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوريو د افغان سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو او د دواړو هېوادونو د اړيکو په اړه خبرې کړې دي.

د سرچينې په وينا، عمران خان يو ځل بيا له افغان سولې پروسې د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړ، څو افغان شخړې ته يوه سياسي حل لاره وموندل شي.

دغه راز د پاکستان لومړي وزير په دوحه کې د بين الافغاني مذاکراتو پر مهال د وروستيو پرمختګونو چې پر طرز العمل موافقه ده، هرکلى وکړ.

د هغه په وينا، اسلام اباد ته د طالبانو د قطر د سياسي دفتر د پلاوي سفر هم د پاکستان د هغو هڅو برخه ده، چې غواړي افغان سولې پروسې سره همکاري وکړي.

عمران خان پر ټولو افغان لوريو غږ وکړ چې د تاوتريخوالي کمولو لپاره اقدامات وکړي، څو يوه هر اړخيز اوربند ته لاره هواره شي.

د يادونې ده چې کابل ته د عمران خان تر سفر وروسته د هغه او ولسمشر غني ترمنځ دا لومړۍ ټيلېفوني اړيکه ده .

عمران خان او ولسمشر غني په داسې حال کې دا خبرې کړې دي چې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوى له پرون راهيسې په اسلام اباد کې دى.

دغه پلاوي پرون د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره هم ليدلي دي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.