Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات د ادرسکن ولسوالۍ ترافيکي پېښه کې۵ تنه مړه او ۲۰ ژوبل شول

هرات (پژواک، ۲۸ لیندۍ ۹۹): د هرات مسوولین وايي، د هرات– کندهار پر لويه لاره ترافیکي پېښه کې پنځه تنه مړه شوي او شل نور ژوبل شوي دي.

د دې ولايت د عامې روغتيا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ماښام دوو مسافر وړونکو سراچه او کرولا موټرو په ادرسکن ولسوالۍ کې ټکر کړی دی.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې ۳ نارينه او ۲ مېرمنې مړه شوي او شل تنه نور چې ۳ ماشومان، ۶ مېرمنې او ۱۱ نارينه دي، ټپیان شوي دي.

د هغه په وينا، ټول ټپیان د ادرسکن ولسوالۍ صحي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي، خو د ۹ تنو روغتيايي حالت نازک دی.

د ادرسکن ولسوال علي احمد فقيريار، پژواک ته وويل چې د ادرسکن ولسوالۍ په “مهاجرين” سيمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۵ تنه مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د هغه په وينا، دغه پېښه د موټر چلوونکو د بې پامۍ او نامسلکي موټرچلولو له امله رامنځ ته شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.