ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې اته تورن نوماندان پر مهمو دولتي څوکیو ګومارل شوي

author avatar
20 Dec 2020 - 10:17
author avatar
20 Dec 2020 - 10:17

کابل (پژواک،۳۰ لېندۍ ۹۹): د چارو یو شمېر پوهان وايي چې اړوند مسوولین باید روښانه کړي چې ولې یو شمېر هغه کسان چې د ولسي جرګې د نوماندانو له نوملړه د جرایمو په تور لرې شوي وو، اوس پر مهمو دولتي څوکیو ګومارل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ۱۳۹۷ کال کې ۳۵ کسان د پارلماني ټاکنو د نوماندانو له نوملړه لرې کړل او اعلان یې وکړ چې لرې شوي نوماندان د نامسوولو وسله والو ډلو پر مشرۍ یا غړیتوب او یا نورو غیرقانوني فعالیتونو تورن دي.

لرې شوي نوماندانو د لاریون په ترسره کولو دغه پرېکړه سیاسي وبلله او د وسله والو کسانو لرل یا په نورو جرمونو کې لاس لرل یې رد کړي دي خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویل چې یاد کسان تورن دي او له همدې امله د نوماندانو له نوملړه لرې شوي دي.

خو د ۱۳۹۸ کال د کب په میاشت کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته تر اوسه اته لرې شوي نوماندان پر مهمو دولتي څوکیو ګومارل شوي دي.

د ولسي جرګې پخواني پنځه غړي (فوزیه کوفي، اسدالله شریفي، لیاقت بابکرخېل، محمد اکبر ستانکزی، معصومه خاوري)، جاوېد زمان، ضیاءالحق امرخېل او غلام حیدر جیلاني یاد اته کسان دي.

کوفي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې مذاکراتي ټېم غړې ده، شریفي، بابکرخېل او ستانکزی د مشرانو جرګې انتصابي غړي شوي، معصومه خاوري د مخابراتو وزارت وزیره، غلام حیدر جیلاني د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال، امرخېل د ولسمشر سلاکار او د ننګرهار والي او جاوېد زمان د ولسمشر سلاکار ټاکل شوي دي.

پژواک له یادو اتو کسانو سره پرله پسې اړیکې ټینګې کړې خو هېڅ یوه د نوماندانو له نوملړه د ځان د لرې کېدو او بېرته پر دندو د ګومارل کېدو په اړه څه ونه ویل.

خو په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو پخواني استازي قیس حسن چې د دې جرګې د نوماندانو له نوملړه لرې شوی، وویل، یو شمېر نوماندانو په سلیقه يي ډول له نوملړه لرې شوي دي.

هغه زیاته کړه، پر لیکلو عرض پاڼو او مراجعو سربېره دوی ته نه دي ویل شوي چې د کوم شکایت او جرم له مخې د ولسي جرګې د نوماندانو له نوملړه لرې شوي دي.

نوموړي د دغه نوماندانو د لرې کېدو تصمیم د دوی په حق کې جفا بولي او وايي: “اوس چې حکومت یو شمېر لرې شوي نوماندان په حکومتي څوکیو ګمارلي باید ملت ته ځواب ورکړي چې ولې لرې شوي دي؟ او د کومو اسنادو او تورونو له مخې د نوماندانو له نوملړه لرې شوي چې اوس د وزارت، ولایت، سلاکارۍ او سناتورۍ په دندو ګومارل شوي دي؟”

د نوموړي په خبره، که لرې شوي نوماندان مجرمان وو، نو ولې محکمې ته معرفي نه شول؟ او چې جرم یې نه درلود، ولې د نوماندانو له لېسته لرې شول؟

پژواک ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له کمېشنر او ویاند محمد قاسم الیاسي او دغه راز د یاد کمېسیون له دوو نورو مطبوعاتي غړو سره اړیکه ټینګه کړه خو هېڅ یو پر لرې شوو نوماندانو د لګول شوو تورونو په اړه معلومات ورکولو ته تیار نه شول.

نا رڼه پرېکړه او ناقانونه اقدام

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) اجرائیوي رییس یوسف رشید د ټاکنیزو شکایتونو یاده پرېکړه غیر شفافه ګڼي.

د نوموړي په خبره، د هغو شرایطو له مخې چې د ټاکنو په قانون کې یې وړاندوینه شوې، د نوماندانو د نوم لرې کول باید د محکمې د حکم مطابق وي.

نوموړي وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په دغه کار د نوماندانو حق تر پښو لاندې شوی او ښايي حکومت هم د هغه د جبران لپاره یو شمېر دغه نوماندان په حکومتي څوکیو ګومارلي وي.

رشید زیاته کړه: ” موږ هغه مهال هم غږ پورته کړ، ان لرې شوو نوماندانو کمېسیون ته مراجعه وکړه خو چا دغه ځواب ورنکړ چې ولې یې نوماندان لرې کړي دي.”

د حقوقي چارو شنونکي ګل الرحمن قاضي د لرې شوو نوماندانو د تصمیم په اړه وویل: ” د حکومت دغه کار غیر قانوني او د مسوولیت خلاف دی، حکومت اوس مهال هر کار د مصلحت له مخې د خپلې بقا لپاره ترسره کوي.”

د ده په خبره، په هغه صورت کې چې یاد کسانو تورن پېژندل شوي وي باید محکمه یې ترسره او د تور د رفعه کېدو په اړه یې حکم صادر کړی وای او وروسته حکومت یاد کسان په دولتي څوکیو ګمارلي وای.

نوموړي ادعا وکړه، حکومت ملت برمته کړي دی او هر کار د خپلې ګټې لپاره ترسره کوي.

هغه وخت (د ۱۳۹۷ کال د زمري په ۲۱مه) جمهوري ریاست ویلي و د ولسي جرګې د نوماندانو له لېست څخه د نومونو د پاکولو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې په غبرګون کې ویلي، د ټاکنیزو کمېسیونونو خپلواکۍ ته درناوی لري.

د ولسمشرۍ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي: “د ملي یووالي حکومت تل رڼو، عادلانه او پر وخت ټاکنو ته ژمن دی او وي به، په قانون کې د ټاکنیزو کمېسیونونو د واک خپلواکي روښانه شوې ده. حکومت د هېواد د نافذه قوانینو له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون خپلواکۍ ته پوره احترام لري.”

د ولسمشر وياند صدیق صدیقي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: «موږ عدلي او قضايي بنسټونو او د هغو خپلواکۍ ته احترام لرو او په چارو کې یې لاسوهنه نه کوو.»

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.