ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد: د افغان جګړې ښکېلې خواوې دې ژر تر ژره اوربند وکړي

author avatar
20 Dec 2020 - 12:20
author avatar
20 Dec 2020 - 12:20

کابل (پژواک، ۳٠ لېندۍ ٩٩): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغانستان پر اسلامي جمهوري دولت او طالبان غږ کړى چې د خلکو غوښتنو ته درناوى ولري او ژر تر ژره يوې سياسي موافقې ته ورسېږي.

زلمي خليلزاد دغه څرګندونې د لېندۍ په ٢٠مه په خپل ټويټر کې د غزني د ګيلان ولسوالۍ د چاودنې په غبرګون کې کړې دي.

په یاده چاودنه کې چې دوه ورځې مخکې د ګيلان ولسوالۍ په اغو جان کلي کې وشوه، د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ١٥ ماشومان په ووژل شول او شاوخوا ٢٠ نور ټپيان شول.

د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د دې چاودنې د غندنې ترڅنګ ويلي چې د افغانستان په جګړه کې ښکېلې خواوې بايد ژر تر ژره تاوتريخوالى کم کړي او يوې سياسي موافقې ته ورسېږي، څو په هېواد کې يې روان بحران پاى ته ورسېږي.

هغه زياته کړې: ((د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبان بايد د خلکو غوښتنو ته درناوى ولري او ژر تر ژره يوې موافقې ته ورسېږي، امريکا د افغانستان د خلکو په خوا کې ولاړه ده.))

د خليلزاد په وينا، د امريکا او طالبانو د دوحې تړون او د امريکا او افغانستان ګډې اعلاميې په رڼا کې نړيوالې ټولنې د افغانستان له سولې پروسې ملاتړ کړی او په افغانستان کې جګړې نور خپل مشروعيت له لاسه ورکړى دى.

ده ويلي چې امريکا او نړيواله ټولنه په افغانستان کې روان تاوتريخوالى او د وينې تويېدنه په کلکه غندي.

د امريکا ځانګړي استازي له ټولو افغان ښکېلو خواوو غوښتي چې تاوتريخوالي ته د پاى ټکى کېږدي او ژر تر ژره اوربند ته لاره هواره کړي.

دغه راز خليلزاد ويلي چې د جګړې دواړه لوري دې د چاودېدونکو توکو له کارولو ډډه وکړي څو د عامو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ نه شي.

هغه د غزني چاودنې ته په اشارې سره ويلي: ((د غزني د چاودنې خبر ډېرى قربانيان يې ماشومان وو، زړه بوږنوونکى و، موږ د دې پېښې له قربانيانو سره په غم کې شريک يو.))

وسله والو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او ويلي يې دي چې د زړې سرګلولې له امله چاودنه شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنيو چارو وزارت پرون وويل چې وسله والو طالبانو په تېرو درېيو مياشتو کې ٣٥ ځانمرګي بريدونه او ٥٠٧ چاودنې کړې چې له امله يې تر ١٥٠٠ زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.