ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرغني: د روغتونونو اوسنى وضعيت د منلو وړ نه دى

author avatar
20 Dec 2020 - 14:55
author avatar
20 Dec 2020 - 14:55

کابل(پژواک، ۳۰ لېندۍ ۹۹): ولسمشراشرف غنی د روغتیا سکتور او د کرونا وبا د مدیریت په برخه کې پر لا ډېر کار او همغږۍ ټینګار وکړ او وايي چې د روغتونونو اوسنی وضعیت د منلو وړ نه دى.

له ارګ څخه د لېندۍ په ٣٠مه، پژواک اژانس ته په يوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کرونا وبا د دویمې څپې د مدیریت نننۍ غونډې ته عامې روغتیا وزارت د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان د کړنو، د کرونا وضعیت، اکسیجن برابرولو او د واکسین د انتقالاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

سرچينې زياته کړې، د عامې روغتیا وزیر احمدجواد عثماني د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د کوویډ ۱۹ لابراتوارونو ایجاد او فعالولو کې ځنډ ته په اشارې وویل، د عامه پوهاوي له پنځه میلیونه پوسټرونوڅخه یوازې ۷۷۰۶۷ چاپ او وېشل شوي.

نوموړي د یونیسف له لوري له هېواده بهر د ۲۳ قلمه او په هېواد کې د ۴۵ قلمه طبي او محافظوي وسایلو د تدارک د ځنډ یادونه هم وکړه او ويې ویل، په ۱۴ ولایتونو کې د اکسیجن د تولید فابریکې د روغتیایي مرکزونو اکسېجن برابروي. پاتې شل ولایتونه له خپلو ګاونډیو ولایتونو څخه د اړتیا وړ اکسیجن ترلاسه کوي.

عثماني وویل، د کوویډ ۱۹ روغتونونو کې د اکسیجن ۲۹۶۷ څلوېښت کیلویي ډبو څخه استفاده کېږي او همدارنګه یونیسف هم د چوکاټي تړون له مخې د کوویډ ۱۹ روغتونونو د اړتیا وړ اکسیجن په برابرولو مکلف دی.

هغه وړاندیز وکړ چې اړوندې ادارې دې په ځینو ولایتونو کې د ودونو پرانیستي سالونونه چې د کرونا د خپرېدو لامل کېږي وتړي.

دعامې روغتيا وزير وویل، د کرونا واکسین د زېرمه کولو او وېش لپاره چې په متفاوتو محمولو کې به را انتقال شي چمتووالی، کافي ظرفیت او واضح پلان لري.

ده زیاته کړه، له ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره یې په ګډه د عامه پوهاوي پیغامونه شریک کړي.

د افغانستان طبي عالي شورا رئیسې ډاکټر نسرین اوریاخېل وویل، د خپلې ژمنتیا له مخې یې د ارزونې پلان چمتو او عامې روغتیا وزارت سره شریک کړی او د دوی  له نظریاتو وروسته به یې د عملي کولو چارې پیل کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینس وویل : “موږ ډېر فعال ټیم لرو او راتلونکې غونډه کې به د اړتیاوو، ستونزو او حل لارو واضح او متحد تصویر وړاندې کړو او د افغانستان د طبي عالي شورا له لوري تخنیکي ارزونه یې مهمه وبلله.”

ولسمشر غنی د دوی د معلوماتو له اورېدو وروسته د روغتیا سکتور او د کرونا وبا د مدیریت په برخه کې پر لا ډېر کار او همغږۍ ټینګار وکړ او ويې ویل :” د روغتونونو اوسنی وضعیت نه ماته د منلو او نه هم خلکو ته د قناعت وړ دی، د لا ښه والي په موخه یې اساسي بدلون غواړم. ”

هغه څرګنده کړه، د خدماتو، مدیریت، حفظ الصحې او نورو برخو کې د روغتونونو شته ستونزې باید په اساسي توګه حل شي او د کرونا دویمه څپه په موثر ډول مدیریت شي. موږ باید چمتووالی او اساسي تحلیل ولرو.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.