کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۹): د ولسي جرګې رییس او ځیني غړي د ولسمشر د مېرمنې رولا غني پر وروستیو څرګندونو سختې نیوکې وکړې، ویې ویل چې د هېواد مقننه ځواک ته د هغې «نه بښونکی سپکاوی» باید وڅېړل شي.
د ولسمشر محمد اشرف غني مېرمنې رولا غني د تېرې لېندۍ میاشتې په ۲۷مه له ازادي راډيو سره مرکه کې ویلي وو چې ولسي جرګه د پېر او پلور په میدان بدله شوې ده.
دغه راز هغې ویلي وو چې که ولسي جرګه وغواړي یا ونه غواړي، د پوهنې او ښځو چارو وزارتونو ته نوماندې مېرمنې به خپل کار ته دوام ورکړي.
د رولا غني په وینا، د ښځو چارو او پوهنې وزارتونو نوماندانو ته د باور رایې له نه ورکولو ښکاري چې وکیلان په خپلو کارونو کې وارد نه دي.
ولسي جرګې تېره میاشت د حکومت له خوا له معرفي شوو ۲۵ نوماند وزیرانو او رییسانو پنځه یې رد کړل.
په یادو پنځو کسانو کې د پوهنې وزارت نومانده رنګینه حمیدي، د ښځو چارو وزارت ته نومانده حسینه صافۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوماند محمد طاهر زهیر، د کلیو پراختیا وزارت ته نوماند مجیب الرحمن کریمي او د افغانستان بانک ریاست ته نوماند اجمل احمدي شامل دي او دا مهال ټول د اړوندو ادارو سرپرستي کوي.
د رولا غني پر یادو څرګندونو نن د ولسي جرګې په ناسته کې یو شمېر وکیلانو سخت غبرګون وښود.
د هرات د خلکو استازي حبیب الرحمن پدرام وویل: «لومړۍ مېرمن څوک ده چې ولسي جرګې ته سپکاوی کوي او ولس ته د ناپوه خطاب کوي، د قانون په هېڅ ځای کې د هغې ځای څرګند نه دی.»
ده زیاته کړه: “د ولسمشر مېرمن فکر کوي چې د دغه هېواد ملکه ده، خو دا یو باطل خیال دی؛ زه هغې ته وایم، که تاسو ولس ته ناپوه وایاست، نو زه تاسو ته ناپوه وایم.”
پدرام وویل چې عدلي او قضايي ارګانونه دې د لومړۍ مېرمنې یادې څرګندونې وڅېړي.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي غلام حسین ناصري د رولا غني هغو خبرو ته په اشارې چې ګواکي ولسي جرګه د پېر او پلور میدان دی، وویل چې د ولسمشر مېرمن باید خپلې څرګندونې ثبوت کړي او که دغه کار نه شي کولای نو یا دې بښنه وغواړي او یا يې دې په اړه ولسي جرګه حقوقي اقدام وکړي.
دی وايي: “ولسي جرګه باید له اړوندو ادارو وغواړي چې د لومړۍ مېرمنې تذکره لغوه کړي؛ ځکه هغې د افغانستان خلکو ته توهین کړی.”
په یاده جرګه کې د بغلان د خلکو استازي محمد عظیم محسني وویل چې د خلکو استازو نوماند وزیرانو ته رایه ورکړې او د هغو نوماندانو په اړه یې هم پرېکړه وروستۍ ده چې رد کړي یې دي.
دی وايي: “د لومړۍ مېرمنې خبرو په اړه اندښنه نه لرو، دوی که هر ډول څرګندونې کوي، معنا نه لري.”
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل چې رولا غني په خپلو یادو څرګندونو سره مقننه قوې او د حاکمیت د اصلي صاحبانو ارادې ته نه بښونکی سپکاوی کړی.
دی وايي: “رایه ورکول او رایه نه ورکول د خلکو د استازو حق دی او وړ کسانو ته ورکول کېږي؛ هېڅوک او هېڅ مقام حق نه لري چې د یوه چا خپلواکي واخلي یا هغه وڅاري. هغوی چې د وزارت او ریاست وړ نه وو، نو له فلټره تېر نه شول، په هېڅ عنوان دندو ته د ادامې ورکولو حق نه لري او هېڅوک هم دغه حق هغوی ته نه شي ورکولی؛ په ځانګړي ډول د ولسمشر مېرمن چې تر اوسه یې خپل حقوقي او اداري هویت په هېڅ سند کې څرګند نه دی.”
د رحماني په وینا، له همدې امله ولسي جرګه چاته اجازه نه ورکوي چې “غیر مسوول او مجهول المسوولیته اشخاص” د خلکو استازو ته سپکاوی وکړي.
د ولسي جرګې مشر له ولسمشره وغوښتل چې جرګې ته دې ژر د یادو پنځو رد شوو نوماندانو پر ځای نور وړ کسان معرفي کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP