Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چاریکار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۹): د پروان لویې لارې امنیتي قطعې قوماندان او څلور پولیس د دغه ولایت په مرکز کې د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د پروان د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي د مرغوي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وویل چې پېښه تېره شپه ۱۰ بجې د دغه ولایت د مرکز اړوند په عبدي بای سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هاشمي په خبره، په دې پېښه کی د پروان د لویې لارې قطعې قوماندان او څلور امنیتي پولیس وژل شوي دي.

د یادې پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.