کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۹۹): د مصالحې عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي، اوربند او د نظام څرنګوالی د سولې خبرو دویم پړاو دوه مهم او جنجالي بحثونه بولي او ټینګار کوي چې د سولې خبرې ونه ځنډول شي.
د سولې بین الافغاني خبرې د وږي په ٢٢مه په دوحه کې پیل شوې، خو تر اوسه یوازې د خبرو پر تګلاره سلا شوي او د ځینو راپورونو له مخې، د خبرو د اجنډا موضوعات یې هم له یو بل سره شریک کړي دي. مرکچي پلاوي دا مهال د مذاکراتو تېر جریان او راتلونکو پړاوونو په تړاو له خپلو مشرانو سره په سلا مشورو بوخت دي.
ټاکل شوې د مرغومي په ۱۵مه بیا د سولې خبرې پیل کړي.
نن په کابل ښار کې د ښې حکومتولۍ د مطالعاتو انسټیټيوټ او د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق «UNFPA» له خوا «د ځوانانو او د افغانستان د سولې ليدلوري» تر عنوان لاندې د لسګونو کسانو په ګډون غونډه جوړه شوه.
د مصالحې عالي شورا سیاسي مرستیال اسدالله سعادتي په دې غونډه کې وویل: «تر دې مخکې ځینو داسې فکر کاوه چې سولې ته اړتیا نشته او یا به هم د جګړو له لارې بریالي شي، خو نن ښکاري چې د جګړو دواړه خواوې او ټول افغانان سوله غواړي.»
سعادتي وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د سولې لپاره په ملي او نړیوال کچه اجماع رامنځته شوې او د جګړو دواړه خواوې باید له دغه فرصته ګټه واخلي.
هغه وویل، باید په هیڅ شرایطو کې او د هیڅ پلمې له مخې نور د سولې خبرې ونه ځنډول شي او د مرغومي په ۱۵مه دې بېرته پيل شي؛ ځکه چې ټول افغانان سولې ته په تمه دي.
هغه وویل چې اوس مهال مقدماتي غونډې او خبرې پای ته رسېدلې او د بین الافغاني خبرو په دويم پړاو کې به پر مهمو موضوعاتو بحثونه پيل شي او په دغه پړاو کې اوربند او د سولې له راتګ وروسته د نظام څرنګوالی دوه مهم او جنجالي بحثونه دي.
هغه وویل چې طالبان د سولې له خبرو وروسته پر اسلامي حکومت ټینګار کوي خو د څرنګوالي او د جزئیاتو په اړه یې معلومات نه ورکوي.
هغه وویل چې د بین الافغاني خبرو د دويم پړاو په پيل کې به د حکومت له خوا د اوربند وړاندیز وشي خو طالبان به پر دې ټینګار کوي چې په اوربند به په وروستیو بحثونه کې خبرې وشي.
ده وویل چې د سولې په خبرو کې باید د ټولو خواوو حقونو ته پام وشي، طالبان دې پوه شي چې د جګړو له لارې قدرت ته نه شي رسېدلی او د تل پاتې سولې رسېدو لپاره یواځېنۍ لار خبرې اترې دي.
د غزني اوسېدونکي نبی الله پېرخېل چې په دې غونډه کې یې د جګړو د قربانیانو په استازیتوب خبرې کولې، وویل: «موږ په خپله ولسوالۍ کې شاوخوا دوه زره پاڅونوال چې د طالبانو په مقابل کې را پورته شوي وو، له لاسه ورکړي، خپل پلار مې هم له لاسه ورکړی، خو نن ورځ د دې لپاره چې ټول افغانانو سولې ته ورسېږي او په یوه تغر سره راټول شي، زه حاضر یم چې د خپل پلار وینه وبښم.»
د ده په وینا، ټول افغانان سولې ته حاضر دي خو د سولې په اړه اندېښنې هم لري او د سولې مرکچې پلاوي دې افغانانو ته په دې اړه معلومات ورکړي.
د حکومت د سولې مرکچې پلاوي غړي ډاکتر محمد امین احمدي هم په دې غونډه کې وویل چې طالب او د حکومت مرکچې پلاوو نږدې درې میاشتې مقدماتي بحثونه وکړل او په دويم پړاو کې به د سولې اصلي بحثونه پيل شي.
هغه وویل چې په یاده موده کې د حکومت پلاوي وکولای شول چې د افغانانو له لاسته راوړنو او ارزښتونو په متحدانه توګه دفاع وکړي.
هغه وویل: «د سولې خبرو په دويم پړاو کې به پر څلورو مهمو موضوعاتو بحث وشي، اوربند، د جمهوریت یا د خلکو له مالکیت څخه دفاع، د ټولو خلکو له حقونو څخه دفاع او هڅه به وکړو چې څنګه طالبان دې ته اماده کړو چې دواړه خواوې یوه مشترک ټکي ته سره ورسېږي.»
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP