ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عزیزه: مېړه مې پر نه باکره توب تورنه کړې یم، اوس مې صحرايي محاکمې ته ور غواړي

author avatar
23 Dec 2020 - 15:59
author avatar
23 Dec 2020 - 15:59

هرات ښار (پژواک، ٣ مرغومی ۹۹): د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې یوه ۱۶ کلنه تازه ناوې وايي چې مېړه یې پرې تور پورې کړی چې باکره نه ده او اوس هڅه کوي چې د طالبانو په صحرايي محکمه کې یې محاکمه کړي.

عزیزه «مستعار نوم» د هرات ښار په پښتون زرغون کې هغه نوې ناوې ده چې له واده دوې ورځې وروسته یې مېړه تور پرې پورې کړی چې باکره نه ده.

دغه نوې ناوې د هرات پښتون زرغون ولسوالۍ په سیمه ییزو ادارو کې تر ۲۰ ورځو سرګردانۍ وروسته اوس له خپل ورور سره د هرات ښار د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي منعې کمېسیون ته راغلې څو د خپل عزت ترڅنګ د طالبانو له صحرايي محکمې ځان وژغوري.

نوموړې ۱۶ کاله عمر لري او د ۷۰۰زره افغانۍ مهر ((ولور)) په بدل کې په پښتون زرغون ولسوالۍ کې یوه کس ته په نکاح ورکړل شوې ده.

د عزیزې مېړه ۲۰ ورځې مخکې د ۲۵۰زره افغانۍ مهر له ورکولو وروسته واده کړی او له واده دوه ورځې وروسته یې پر ښځه تور پورې کړی چې باکره نه ده او له ښځې د ۲۵۰زره افغانۍ مهر د بېرته غوښتلو ترڅنګ د اوبې ولسوالۍ په کشمیران کلي کې طالبانو ته ورغلی چې ښځه یې په صحرايي ډول محکمه کړي.

عزیزې وویل، څو ځلې طالبانو ګواښ ورته کړی چې د دوی صحرايي محکمې ته حاضره شي.

نوموړې وویل، د خپل عزت ساتلو لپاره تیاره ده عدلي طب کې د بکارت ټسټ وکړي خو مېړه یې دغه کار ته نه حاضرېږي.

نوموړې وویل، که عدلي او قضايي ارګانونه یې ستونزو ته رسېدنه ونه کړي ځان وژنه به وکړي.

هغې له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل چې د دې په حق کې عدالت تامین کړي.

د عزیزې ورور وکیل احمد «مستعار نوم» په داسې حال کې چې غریو نیولی و او له سترګو یې اوښکې بهېدې، پژواک ته وویل، که طالبان یې خور په صحرايي ډول محاکمه کړي، د عدالت نه تامینېدو او جرم د نه ثابتېدو ترڅنګ به یې پر خور د سنګسار حکم عملي کړي.

هغه زیاته کړه چې که دوی د بکارت ټسټ اسناد ونه لري، طالبان به یې خور سنګسار کړي.

نوموړي وویل، تر اوسه یې حکومت شکایتونو ته رسېدنه نه ده کړې او له دولته غواړي چې عدالت تامین کړي.

په هرات کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي منعې کمېسیون غړې فاطمې خاوري یاده قضیه تایید کړه او ویې ویل، دغه ښځه او کورنۍ یې د بکارت پردې ټسټ ته تیار دي خو د جزا کود د ۶۴۰مې مادې د تعدیل له امله کله چې د دې ښځې مېړه څارنوالۍ ته د ښځې د بکارت نه لرلو ادعا ونه کړي دغه ټسټ نه شي ترسره کولای.

مېرمن خاوري زیاته کړه، د یادې ښځې مېړه اوس د اوبې ولسوالۍ په کشمیران کلي چې د طالبانو په ساحه کې دی، څارنوالۍ ته نه دی حاضر شوی.

په هرات کې د ښځو چارو ریاست حقوقي مدیرې سمیې طاهري وویل، ټولې عدلي او قضايي ادارې له دې قضیې خبر لري خو د مېړه شکایت پاڼه یې هم باید موجوده وي.

د نوموړې په خبره، د یادې ښځې مېړه له طالبانو د صحرايي محکمې ترسره کېدو غوښتنه کړې او له خپلې ښځې یې څو ځلې غوښتي چې د طالبانو محکمې ته حاضره شي.

هغې زیاته کړه، تازه واده شوې نجلۍ د خپل عزت ساتلو او د یادو تورونو د رد په خاطر غواړي د بکارت ټسټ یې ترسره شي څو د مېړه کورنۍ ته ځواب ولري.

نوموړې زیاته کړه، د عزیزې دوسیه تر دوران لاندې ده او هغې ته د رسېدنې هڅې روانې دي.

په ورته وخت کې د هرات د حج او اوقافو رییس عبدالخالق حقاني وویل، د اسلام مبارک دین امر کړی چې هېڅ مېړه له اسنادو پرته نه شي کولای پر خپله ښځه د بکارت نه لرلو ادعا وکړي.

د حج او اوقافو رییس زیاته کړه، د اسلام مبارک دین د زنا د ثبوت لپاره سخت شرایط لري چې باید څلور عاقل، بالغ او عادل نارینه وي او د ټولو شاهدي باید یو ډول وي، که یو کس نورو شاهدانو خلاف وي د زنا ادعا د منلو وړ نه ده او مېړه یې باید ۸۰ درې ووهي.

بلخوا په افغانستان کې د بکارت پردې د ټسټ په اړه د یوه بنسټ د څېړنو پایلې ښيي چې په دغه بنسټ کې تر ارزونو لاندې د ۲۹ قضیو له ډلې هېڅ یوه د محکمې د مخکینۍ پرېکړې مطابق نه ده ټسټ شوې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.