Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ښرنه (پژواک، ٣ مرغومى ٩٩): د پکتيکا په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ګازنیونې له امله دوه کسان مړه شوي او يوه مېرمن د کوما په حالت کې ده.

د پکتيکا امنيې قوماندانۍ مرستيال وياند لعل محمد اميري پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه ولایت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې په يوه کور کې يو پلار او زوى ګاز نیولي او مړه شوي او د همدې سړي مېرمن د کوما په حالت کې ده.

دغه راز د ښرنې په ملکي روغتون کې يوې سرچينې هم پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دوه جسدونه او يوه مېرمن د کوما حالت کې ور وړل شوي دي.

د يادونې ده، څو مياشتې مخکې هم په پکتيکا کې د ګازنیونې له امله د يوې کورنۍ دوه ماشومان، دوه ښځې او يوه نارينه مړه شوي وو.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.