کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۹۹): کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د سفیر په توګه د افغانستان د ازادو سیالیو د اتل احمد ولي هوتک معرفي کولو په مراسمو کې اعلان وکړ چې په روان کال کې د نشه یي توکو په تور، ۳۴۰۰ کسان نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق نن په کابل کې د یادو مراسمو پر مهال وویل، په روان میلادي کال کې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د دغه توکو د قاچاقبرانو پر ضد ۲۹۰۱ عملیات تر سره کړي دي.
د هغه په وینا په دغه عملیاتو کې د عامه خدماتو د ۹۸ موظفینو او لسو بهرنیانو په ګډون، ۳۴۱۸ کسان د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي او عدلي او قضایي رګانونو به معرفي شوي دي.
هغه وویل، په یاده موده کې د نشه یي توکو ۱۳ کار خونې، ۱۲ لابراتوارونه او د دې توکو د ساتنې څلور ځایونه له منځه وړل شوي، ۳۳۸ مټریک ټن مختلف نشه یي توکې کشف او نیول شوي او د هېواد په کچه ۹۷۶ هکتاره ځمکه د تریاکو له کښت پاکه شوې ده.
اورتاق وویل چې په یاده موده کې، له نشه یي توکو سره د مبارزې پر مهال د پولیسو ۱۴ منسوبینو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي دې ته په اشاره چې په هېواد کې د ځوانانو، ښځو او سړو تر منځ د نشه یي توکو کښت، تولید، قاچاق او ګټه اخیستنه ډېره شوې ټینګار وکړ چې ورزش ته د ځوانانو مخه کول، له نشه یي توکو د ګټې اخیستنې د کمېدو لامل کېدای شي.
هغه له نشه یي توکو سره د مبارزې د پولیسو سفیر په توګه د هوتک ټاکلو په اړه وویل: «هیله لرم چې د هوتک ټاکل به له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د استفادې د کمښت په برخه کې ګټور وي او هغه وکولای شي په دې برخه کې خپل اساسي رول ولوبوي.»
د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي احمد ولي هوتک ژمنه وکړه، چې له خپل توان سره سم به د نشه یي توکو څخه د استفادې د کموالي په برخه کې کار کوي.
هغه وویل چې ټاکل شوې د راتلونکي میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې، په کابل کې له یوه بهرني لوبغاړي سره سیالي ترسره کړي او د دې سیالۍ لاسته رواړنه به یې افغان امنیتي ځواکونو ته ډالۍ کړي.
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي له هوتک څخه د دغه مسوولیت له منلو مننه وکړه او وویل چې پر ځان او لوبو باور، کولای شي یو کس ملي اتل کړي او افغانستان ته د ویاړ لامل شي.
هغه ځوانانو په ځانګړې توګه د پولیسو منسوبینو ته په خطاب وویل: «که پر خپل ځان رحم لرئ، له مسکراتو او نشه یي توکو لرې اوسئ، د داعش، طالب او نشه یي توکو قاچاقبرانو تر منځ توپیر نشته.»
هغه د نشه یي توکو پر وړاندې د ټولنې د بسیج غوښتنه وکړه او وویل چې د دولت د مخالفو وسله والو ډېری جګړې، له نشه یي توکو تمویلېږي.
نوموړي زیاته کړه: «طالبانو د سولې له مذاکراتو وروسته، پر نشه یي توکو د غندنې هېڅ اعلامیه خپره نه کړه او د دې پدیدې پر وړاندې یې اقدامات نه دي کړي.»
د راپورونو له مخې، په ۱۹۹۴ میلادي کال کې، په افغانستان کې پر شاوخوا ۷۱ زره هکتاره ځمکه نشه یي توکي کرل شوي وو او په ۱۹۹۶ کال کې چې طالبان واک ته ورسېدل، دغه شمېر ۵۷ زره هکتارو ته راټیټ شو، او په ۲۰۰۱ کال کې د دې ډلې د ریژیم د له منځه تلو پر مهال، یوازې پر اته زره هکتاره ځمکه تریاک کرل شوي وو؛ خو له هغه وروسته دغه شمېر مخ پر لوړېدو دي.
له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د مسوولو بنسټونو له خوا د وړاندې شوو معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې پر ۲۶۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه تریاک کرل شوي وو او په ۲۰۱۹ کال کې دغه شمېرې، ۱۶۳ زره هکتارو ته راټیټې شوې وې، خو په ۱۳۹۹ کال کې د کرنیزې ځمکې په اړه شمېرې نه دي اعلان شوې.