کابل (پژواک ۶ مرغومی ۹۹): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې د افغانستان بانک يې لارښوونه يې وکړه چې صرافانو سره د ثابتې ماليې د لېږد يوې دورې په خاطر پايلې ته ورسېږي، وايي، د صرافانو دوسیو ته د رسېدګۍ په برخه کې به اقدام وشي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان د صرافانو سرتاسري شورا رئیس او غړو سره کتنه کې د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
سرچينه زياتوي، په دغه کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي وویل، د بانکدارۍ پر اصلاحاتو کار دوام لري او غواړي د صرافانو انفرادي جوازونه پر شرکتي جوازونو بدل کړي.
هغه زیاته کړه، په افغانستان بانک کې اصلاحات جریان لري، همغږي زیاته شوې ده، پر ننګونو او د نویو جوازونو پر وېش بحث پیل شوی او د صرافانو د امنیت تامین ته پاملرنه شوې ده.
احمدي وویل، تېره اونۍ مو صرافانو ته تشویقي برنامه چمتو کړه، ترڅو دوی شرکتي جواز واخلي، زموږ موخه دا ده چې د افغانیو نرخ ثابت وساتو.
وروسته د صرافانو سرتاسري شورا رئیس مېرافغان صافي په بېلابېلو برخو کې د صرافانو ستونزې، وړانديزونه او غوښتنې له ولسمشر سره شریکې کړې.
هغه صرافانو ته د پاملرنې او د صرافانو خوندیتوب کمېټې د ایجاد په خاطر د جمهور رئیس مننه وکړه وې ویل، د افغانستان بانک سره زموږ اړیکې نږدې شوي او په هر ډول شرایطو کې وطن ته د خدمت په خاطر مصروف یوو.
صافي د صرافانو د جواز د تمدید غوښتنې پر مهال وویل، زموږ غوښتنه دا ده چې مالیه ثابته شي، په لویه څارنوالۍ کې دې د صرافانو دوسیو ته رسېدګي وشي او د داخلي انتقالاتو ستونزه دې حل شي.
وروسته مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل، موږ هڅه کوو، خصوصي سکتور لازیات پیاوړی شي، د بېلابېلو اصنافو مالیات راټول کړو او صرافانو ته د شرکتي جواز په وېش سره به د دوی ستونزې حل شي.
ولسمشر غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د صرافانو دوسیو ته د رسېدګۍ په برخه کې به اقدام وشي او واضح اړتیا ده چې شرکتونه ایجاد شي.
نوموړي د افغانستان بانک رئیس ته لارښوونه وکړه چې صرافانو سره د ثابتې مالیې د لېږد یوې دورې په خاطر پایلې ته ورسېږي او د واقعیتونو په پام کې نیولو سره دې د شرکتونو اړتیاوې تعيین شي چې دا هم د لېږد یو پړاو ته اړتیا لري.
غني څرګنده کړه: زموږ موخه دا ده چې د صرافانو فعالیتونه لازیات منظم او منسجم شي، د مالیاتو ستونزه به مو مالیې وزارت حل کړي.
هغه وویل، افغانستان د دیجیټلي کېدو پر لور ځي او په راتلونکي کې به ستاسې برېښنایي انتقالات معیاري شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP