ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ملي اردو پر یوه موټر چاودنه وشوه

author avatar
28 Dec 2020 - 10:15
author avatar
28 Dec 2020 - 10:15

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۹۹): پولیس وایي چې په کابل ښار کې د ملي اردو پر موټر چاودنه شوې خو مرګ ژوبله نه لري، خو عيني شاهدان بیا په دې پېښه کې د درېیو کسانو له ټپي کېدو خبر ورکوي.

د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دې پېښې د تایید ترڅنګ پژواک ته وویل چې یاده چاودنه نن سهار اووه بجې او ۵۰ دقیقې د کابل ښار د کلوله پشتې ساحه کې د ملي اردو پر یوه رینجر موټر شوې ده.

فرامرز وایي چې په دې پیښه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

خو د پېښې عیني شاهدان وایي چې په چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي دي.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چی په دې وروستیو کې د کابل ښار مربوطاتو کې ناامنۍ، په ځانګړي ډول هدفي وژنې او چاودنې ډېرې شوې دي چې دغه کار د کابل ښاریان اندېښمن کړي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.