کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۹): دولتي سرچينې وايي چې د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې په ځانګړو ځواکونو موټربم بريد شوى چې مرګ ژوبله هم لري.
د ميدان وردګو ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې د جلرېز ولسوالۍ په ځينو سيمو کې ځانګړو ځواکونو عمليات پيل کړي دي.
هغه زياتوي: ((د سيمې خلکو راته وويل چې تېره شپه په همدې ځواکونو د ټونس موټر په وسیله يوه زوروره چاودنه شوې، خو د مرګ ژوبلې معلومات يې نشته دي.))
خو د ځانګړو ځواکونو قول اردو يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د ميدان وردګو د جلرېز په ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات روان دي او ډېرې سيمې يې له وسله والو مخالفينو نيولې دي.
سرچينه زياتوي: «د عملياتو پر مهال زموږ پر کارګو زرهي واسطې د ماين چادونه شوې چې درې سرتېري په کې وژل شوي دي.»
بل لور ته طالبان هم د جلرېز جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه د ميدان وردګو په مرکز او جلرېز ولسوالۍ کې طالبانو د حکومت پر کومانډو ځواکونو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د شاکر اندرابي او عبدالجبار په ګډون ٢٥ حکومتي سرتېري وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن