غزني (پژواک ۱۴ مرغومی ۹۹): د غزني مسوولین وايي چې په غزني ښار کې په يوه بريد کې درې پولیس وژل شوي دي.
د دې ولايت د امنیه قومندانۍ وياند احمد خان سيرت، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پولیس نن ماښام ناوخته د غزني ښار په څلورمه حوزه کې له پي ار ټي سره د وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي.
ده زياته کړه، پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
د پېښې يوه عيني شاهد نوراحمد، پژواک ته وويل چې پولیس په چک پاینټ کې بوخت وو چې موټر کې وسله وال راغلل او پر هغوی يې ډې وکړې.
د دې بريد مسوولیت تراوسه پورې چا نه دی منلی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP