کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٩): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وايي چې د ٢٠٢٠ زېږديز کال پر مهال په افغانستان کې هېڅ يو امريکايي سرتېرى نه دى وژل شوى.
پومپيو تېره شپه ټويټر کې ليکلي چې افغانانو بالاخره په خپلو کې د سولې خبرې پيل کړې دي، چې دا يو ډېر لوى پرمختګ دى.
د هغه په وينا، د ٢٠٢٠ زيږديز کال له پيل راهيسې چې د طالبانو او امريکا ترمنځ تړون شوى، په افغانستان کې هېڅ امريکايي سرتېرى نه دى وژل شوى.
د يادونې ده، چې د ٢٠٢٠ کال په فبرورۍ مياشت کې دامريکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې تړون لاسليک شوى و.
پومپيو وايي چې په افغانستان کې د امريکا ماموريت د القاعده او د امريکا خاورې ته د ګواښونو ختمول دي.
د هغه په وينا،د دغه ماموريت لپاره اوس امريکا اړتيا نه لري چې زرګونه سرتېري په افغانستان کې وساتي.
ده زياته کړې: « په افغانستان کې زموږ ماموريت د القاعده ډلې او د امريکا خاورې ته د ګواښونو ختمول دي. د دغه کار لپاره هلته (افغانستان کې) د زرګونو سرتېرو اړتيا نشته . موږ خپل ملګري لرو، زړور افغانان او د ناټو ځواکونه. موږ همدغه راز دا وړتيا لرو چې له لرې خپل ځواک وکارو.»
د امريکا د بهرنيو چارو وزير په داسې حال کې دا څرګندونې کړې دي چې ټاکل شوې چې د مرغومي په ١٦مه په قطر کې د افغانستان د ”اسلامي جمهوريت”او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو دويم پړاو پيل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP