ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد: هدفي وژنې او د تاوتریخوالي زیاتوالی د منلو نه دي

author avatar
4 Jan 2021 - 21:55
author avatar
4 Jan 2021 - 21:55

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۹) : د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر ته له رسیدلو سره سم هیله څرګنده کړې چې افغان لوري سیاسي حل لاره پیدا کړي.
زلمي خلیلزاد د مرغومي په ۱۵مه، پاکستان ته تر سفر وروسته پخپل ټویټر کې لیکلی، چې بیرته د قطر پلازمینې دوحې ته ستون شوی دی.
هغه هیله څرګنده کړې چې اړونده خواوې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو کې پرمختګونه ولري.
نوموړي ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو دواړه لوري باید د خپل ولس د ګټو لپاره عمل وکړي او ژر تر ژره سیاسي حل لاره پیدا کړي.
خلیلزاد له دواړو لوریو دغه راز غوښتي دي چې تاوتریخوالي کم او اوربند ته لاره هواره کړي.
د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې په افغانستان کې د هدفي وژنو په ګډون د تاوتریخوالي زیاتوالي هیچا ته د منلو وړ نه دی.
د نوموړي په وینا، څوک چې تاوتریخوالی کوي هغوی د سولې پروسه او دافغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي.
ده زیاته کړې چې دغه خلک چې تاوتریخوالی کوي هغوی د افغان ولس د ارادې خلاف کړنه کوي څوک چې سولې ته تږي دي.
د یادونې وړ ده، چې دوحې ته تر رسیدلو مخکې زلمي خلیلزاد پاکستان ته سفر وکړ او د پوځ له مشر سره یې پر افغان سولې خبرې کړې دي.
خلیلزاد په داسې حال کې پاکستان ته رسیدلی چې ټاکل شوې سبا په قطر کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې مذاکراتو دویم پړاو خبرې پیل شي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.