Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اندرابي: مخالفین یې په جګړه نه شي ګټلی، د سولې لپاره دې هلې ځلې وکړي

author avatar
5 Jan 2021 - 15:43
author avatar
5 Jan 2021 - 15:43

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۹): د کورنيو چارو وزير يو ځل بيا د دولت له وسله والو مخالفينو غوښتي چې د سولې لپاره جدي هلې ځلې وکړي؛ ځکه د جګړې له لارې واک ته نه شي رسېدلاى.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي دغه څرګندونې د مرغومي په ۱۶مه کابل کې د جنرال عبدالرازق له اکاډمي څخه د ماسټري په کچه د ٦٠ کسانو په فراغت غونډه کې وکړې.

هغه وویل، د افغانستان خلک دې ډاډه وي، که وسله وال مخالفین د سولې لار غوره نه کړي، د تېرو کلونو په څېر به بيا- بيا له ماتې سره مخ شي.

هغه زياته کړه، که چېرې وسله وال مخالفین وغواړي د جګړې له لارې ځانونه واک ته ورسوي، افغان ځواکونه به يې ټول پلانونه شنډ کړي.

ده يو ځل بيا د دولت له وسله والو مخالفينو غوښتنه وکړه چې د سولې لپاره جدي هلې ځلې وکړي؛ ځکه د جګړې له لارې واک ته نه شي رسېدلاى.

وزير د پوليسو زده کړو په برخه کې وويل چې د پوليسو زده کړو کيفيت بايد پياوړى شي او کوم کسان چې د ماسټرۍ يادې برنامې ته بريالي اعلانېږي، بايد پوره وړتيا يې ولري.

همدارنګه د نوو فارغ شوو کسانو له ډلې رضا حقیار وویل، که چېرې د کورنیو چارو وزارت پر دوى باور وکړي او په هره برخه يې پر دنده وګوماري، دوى به په ښه توګه خپله دنده ترسره کړي.

په ياده غونډه کې د کورنيو چارو وزارت يوه الماني سلاکار مسټر پارما وویل چې هېواد یې د پوليسو په برخه کې خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي او هڅه کوي چې د افغانستان پوليس په مسلکي توګه وروزل شي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د جنرال عبدالرازق پولیسو اکاډمي کې يو شمېر نورو کسانو هم د ماسټري تر کچې زده کړې کړې دي.

Views: 1

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.