Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک ۱۷ مرغومی ۹۹): د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ خلک وايي، د دغې ولسوالۍ اړوند ځينو کلیو کې د ملي دسترخوان مواد چور شوي دي.

خو چارواکي وايي، چور شوي مواد يې بېرته را پيدا کړي او اړمنو کسانو باندې يې بېرته وېشلي دي.

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ قومي مشر معلم معشوق وايي، د دغې ولسوالۍ اړوند نغرک، قلعه نو، فتح اباد او سعيدانو کلو کې د ملي دسترخوان د خوراکي توکو د وېش پرمهال ګڼه ګوڼه رامنځته شوې او په موادو چور ګډ شوی دی.

هغه زياته کړه، چور د مواردو د وېش وروستیو شیبو کې شوی او شک شته چې مواد يې ډېره برخه حيف او مېل شوي وي او د سازش له مخې په کمو موادو د موادو د وېش ډلې له خوا چور ګډ شوی وي.

دی زياتوي: ((زه داسې فکر کوم دغه چور هم داسې شوی دی چې يو تعداد خلکو ورته دسيسه جوړه کړې ده او چور يې اچولی دی، مالونه يې وړي دي او مشکل يې پيدا کړی.))

د دغې ولسوالۍ يو بل قومي مشر او د انکشافي شورا رييس حاجي سيد اکرام هم پژواک سره خبرو کې وويل، له دغې موضوع خبر دی خو په دې تړاو يې ډېر جزيات نه درلودل.

د سره رود ولسوال هجرت الله رحماني پژواک اژانس سره خبرو کې وويل، ستونزه يوازې د سعيدانو په سيمه کې رامنځته شوې وه چې کسان يې نيول شوي وو، مواد ترې اخېستل شوي، او بېرته په اړمنو کسانو د لېست مطابق وېشل شوي دي.

هغه زیاته کړه، د موادو د وېش ويډيو هم ورسېدلې خو دا چې څو کسان يې په تړاو نيول شوي او بېرته خوشې شوي او که نه، ولسوال يې په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

د ملي دسترخوان پروګرام چې د کرونا ځپلو خلکو د مرستې په موخه پلان شوی، د تېرې لېندۍ مياشتې په ۱۸مه له ننګرهاره پيل شو چې د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت له لورې به د هيواد په ۱۳۱ ولسواليو کې ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.