مزارشريف ( پژواک، ۱۸مرغومی ۹۹) د بلخ امنيه قومانداني وايي، چې د دغه ولايت په مارمل ولسوالۍ کې يې د نامسووله وسله والو د يوه قوماندان پر کور عمليات کړي، چې له امله يې دوه وسله وال وژل شوي او ۱۰ ميله وسله د پوليسو لاس ته ورغلې ده.
خو په مزارشريف کې د جمعيت ګوند قوماندان حاجي غوث الدين غزات وايي، چې دغه عمليات په ناقانونه ډول د ده په کور شوي، چې پوليسو هېڅ ډول ناقانونه توکي نه دي پيدا کړي.
د بلخ د امنيه قومانداني مطبوعاتي مسوول عادل شاه عادل پژواک ته وويل، چې دغه عمليات پروان ماښام په مارمل ولسوالۍ کې د نسيم په نوم د يوه سيمه ييز قوماندان پر کور ترسره شوي.
هغه زياته کړه، د عملياتو پلان له مرکز کابل څخه جوړ شوی و، چې په پايله کې د قوماندان نسيم وسله والو پوليسو سره وسله واله نښته وکړه.
نوموړی وايي ، په دغو عملياتو کې د قوماندان نسيم دوه وسله وال وژل شوي او پنځه تنه نور يې د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
د هغه په وينا، خپله قوماندان نسيم په زخمي حالت کې تښتېدلی او پوليس يې د نيولو په لټه کې دي.
د عادل په خبره، د عملياتو پر مهال لس ميله ناقانونه وسله هم له ياد کور څخه پوليسو ته په لاس ورغلې ده.
په ورته مهال بيا مزارشريف کې د جمعيت ګوند يو قوماندان او عطامحمد نور ته نږدې کس غوث الدين غزات وايي، چې دغه عمليات د ده په کور شوي دي.
هغه پژواک ته وويل، چې پوليسو په ناقانونه توګه په مارمل ولسوالۍ کې د ده پر کور چاپه وهلې چې په پايله کې يې د ده دوه تنه ساتونکي هم وژلي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ده له ساتونکو سره ټولې وسلې قانوني دي او له کورنيو چارو وزارت څخه يې امر لري.
د قوماندان غوث الدين په وينا، د دې پېښې تر شا سياسي دسيسه ده او دی به يې بې پوښتنې پرې نږدي.
د بلخ امنيه قومانداني بيا د قوماندان غوث الدين غزات ادعا ردوي او وايي چې دغه عمليات يې د قوماندان نسيم پر کور کړي دي.