کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٩): د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وايي چې د هغو ستونزو او ننګونو د حل لپاره يې هلې ځلې پيل کړي چې دا مهال په افغانستان کې خبريالان ورسره مخ دي.
نوموړي دغه څرګندونې د رسنيو او د خبريالانو د ملاتړ بنسټونو يوشمېر مسوولينو سره پرون د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې وکړې.
په دغه کتنه کې د رسنيو او د خبريالانو د ملاتړ بنسټونو يو شمېر مسوولينو وويل چې د افغانستان د دولت او د طالبانو د مرکچي پلاويو ترمنځ چې څومره د سولې او اوربند په اړه خبرې کيږي، په هماغه کچه بايد د خبريالانو او مدني فعالانو د ژوند د خونديتوب په اړه هم خبرې وشي.
هغوى دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنيزو بنسټونو ترمنځ د همغږى يو مرکز دې هم جوړ شي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير هغوى ته ډاډ ورکړ چې دا مهال د هغو ستونزو او ننګونو د حل په لارو چارو بوخت دى چې خبريالان ورسره مخ دي.
هغه زياته کړه: ((هلې ځلې کوو چې له حقوقي، ديپلوماتيکو او نړيوالو لارو او امکاناتو ګټه واخلو او د خبربالانو لپاره عدالت وغواړو او ډير ژر په همدې مقصد د نړيوالو بنسټونو د مسوولينو، ديپلوماتانو، رسنيو او د خبريالانو د ملاتړ بنسټونو د مسوولينوپه ګډون به غونډه جوړه کړو.))
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د خبريالانو پر وړاندې امنيتي ګواښونه ډېر شوي چې له امله يې په تېرو دوه مياشتو کې شپږ خبريالان وژل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن