ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې لسو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
9 Jan 2021 - 12:44
author avatar
9 Jan 2021 - 12:44

تالقان (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٩): د تخار په درقد ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو برید کې د ملي اردو یوه ټولي قوماندان په ګډون څلور سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
تخار کې يوې امنيتي سرچينې د مرغومي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د درقد ولسوالۍ بازار ته نږدې د امنيتي سرتېرو پر يوې پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د پوستې قوماندان سلطان محمد په ګډون څلور سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
دغه راز د ٢١٧ شاهين قول اردو مرستيال وياند هادي جمال پژواک ته وويل چې د درقد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
ده زياته کړه چې په ياده جګړه کې طالبانو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره یې تر اوسه معلومه نه ده.
بل لور ته طالبان هم ياده جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د درقد ولسوالۍ په بازار کې د حکومتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د شپږم کنډک د دويم ټولي قوماندان سلطان محمد په ګډون پنځه حکومتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
دى زياتوي چې په دغه بريد کې د حکومتي ځواکونو يو ټانګ هم له منځه تللى خو يو طالب هم وژل شوى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.