ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” په تورخم کې دې يواځې له مشکوکو کسانو د کرونا ټيسټ وغوښتل شي”

” په تورخم کې دې يواځې له مشکوکو کسانو د کرونا ټيسټ وغوښتل شي”

author avatar
12 Jan 2021 - 17:13
” په تورخم کې دې يواځې له مشکوکو کسانو د کرونا ټيسټ وغوښتل شي”
author avatar
12 Jan 2021 - 17:13

کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٩) : په خیبرپښتونخوا کې د افغانستان لوی قونسل جنرال نجیب الله احمدزي د دغه ايالت له مسوولينو غوښتي چې په تورخم کې دې يواځې له مشکوکو ناروغانو څخه د کرونا تيسټ وغوښتل شي.

له تېرې مياشتې راهيسې چې پاکستان د تورخم لاره د مسافرينو پر مخ پرانېستله، د کرونا ټيسټ درلودل يې هم لازمي کړي چې له امله يې افغان مسافرين له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

مسافرينو څو ورځې مخکې پژواک اژانس ته ويلي وو، چې د کرونا ټيسټ غوښتل کېږي، خو هلته واټن نه مراعت کېږي.

په پېښور کې د افغان قونسلګرۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان قونسل جنرال نجيب الله احمدزي له يوه پلاوي سره د پښتونخوا له روغتيا وزير تیمورخان جګړا سره په همدې موخه وليدل.

سرچينې زياته کړې چې د دې ليدنې پر مهال احمدزي له جګړا وغوښتل چې په تورخم کې دې يواځې له هغو کسانو د کرونا ټیست وغوښتل شوي چې شکمن وي .

دغه راز احمدزي له مقابل لوري څخه افغان کډوالو ته د (صحت انصاف ) روغتيايي کارت ورکول، هغه افغانان چې د درملنې لپاره پاکستان ته راځي د هغوى لپاره د پاکستان په دولتي روغتونونو کې لازمې اسانتياوې برابرول او د طب افغان محصلینو ته د سیتاژ لپاره د پاکستان په دولتي روغتونونو کې چانس غوښتنه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د خيبر پښتونخوا د روغتيا ايالتي وزير تیمور خان جګړا وويل چې په تورخم کې به د کرونا ټيست په هکله جدي غور وشي او په نږدې راتلوونکې کې به يواځې د شکمنو کسانو د کرونا ټيست په اسانۍ او په کم وخت کې په تورخم کې ترسره کيږي.

هغه زياته کړه، چې ټولو افغان ناروغانو ته به په تورخم او د پاکستان په دولتي روغتونونو کې د ځايي خلکو په څېر لازمې اسانتياوې ورکول کیږی.

جګړا ويلي چې د افغان سیتاژ دورې محصلینو لپاره به ځانګړې سهميه ورکول شي.

Visits: 147

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.