ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار کې يو شمېر هنرمندانو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه

په مزار کې يو شمېر هنرمندانو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه

author avatar
13 Jan 2021 - 18:03
په مزار کې يو شمېر هنرمندانو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه
author avatar
13 Jan 2021 - 18:03

مزارشريف (پژواک، ۲۴مرغومی ۹۹): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر هنرمندانو د واټ پر سر موسيقۍ له لارې په هېواد کې د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.

دغه پروګرام د مرغومي په ۲۴مه، د مهربانۍ سفيرانو هنري ګروپ له خوا مزارشريف کې د احمدشاه مسعود واټ پر سر جوړ شوی و.

د مهربانۍ سفيرانو هنري ګروپ يوه غړي سيد اصغري پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوی موخه دا ده څو د واټ پر سر موسيقۍ غږولو او سندرو ويلو له لارې د خلکو پر شونډو موسکا راولي.

هغه زياته کړه، افغانان له روان ناورين او جګړې څخه نور ستړي شوي دي.

د ده په وينا، د افغانستان د جنګ ښکېل اړخونه بايد نور د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي او په هېواد کې د سولې او اوربند پر ټينګېدو دې موافقه وکړي.

دغه افغان هنرمند زياتوي، افغان ولسونه د خوښۍ او خوشجالۍ تږي دي.

د مهربانۍ سفيرانو هنري ګروپ يوې غړې معصومې محمدي پژواک ته وويل، افغانان د يوې تلپاتې او باعزته سولې غوښتونکي دي.

د هغې په خبره، خلک د دې تر څنګ چې اوربند غواړي، د داسې يوې سولې تمه لري چې د تېرو دوه لسيزو لاسته راوړنې په کې خوندي پاتې شي.

مېرمن محمدي وويل: ((دې کې هېڅ شک نشته چې زموږ ټول هېوادوال سوله غواړي؛ خو داسې سوله چې تېرې لاسته راوړنې او د خلکو فردي ازادي په کې خوندي وي، که داسې نه وي، نو دا به يوه نيمګړې پروسه وي)).

معصومې محمدي چې د واټ پر سر يې څو سندرې هم وويلې، له خلکو يې وغوښتل چې د تاوتريخوالي پر وړاندې بسيج شي.

د مزارشريف يوه اوسېدونکي محمد امين پويا وايي، هنر او موسيقي د خلکو تر منځ شته ناخوالې راکمولی شي.

هغه زياته کړه، افغانان هره ورځ له جګړې، چاودنو او وژنو سره وخت تېروي او په خبره يې چې نور ورته روان وضعيت ستړی کوونکی شوی دی.

نوموړی وايي، د سياسي سولې تر څنګ بايد په هېواد کې د ټولنيزې سولې او خپل منځي تاوتريخوالي له منځه وړلو برخه کې هم ډېر کار وشي.

د مزارشريف دغه اوسېدونکي د حکومت او طالبانو له مذاکره کوونکو پلاوو څخه هم وغوښتل چې پر يوه سراسري اوربند دې توافق وکړي.

د مهربانۍ سفيرانو هنري ګروپ يوه بل غړي احمد سير بيات پژواک ته وويل، چې يادې ډلې له دې وړاندې په کابل او هرات ولايتونو کې ورته پروګرامونه ترسره کړي دي.

هغه وايي، له مزارشريف وروسته به د هېواد نورو ولايتونو ته هم د سندرو او موسيقۍ له لارې د سولې غوښتنې پيغام ورسوي.

Visits: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.