کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٩) : د بلخ ولايت د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د رييس زوى د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د بلخ د پوليسو وياند عادل شاه عادل د مرغومي په ٢٥مه، پژواک اژانس ته وويل چې دوه ورځې مخکې د دغه ولايت د بشري حقونو د کمېسيون د رييس محمد سامع زوى احمد راشد لس نيمې بجې له کوره وځي .
هغه زياته کړه، چې د غرمې په دوولس نيمو بجو يې ټيلېفون غلى او دى نادرکه کېږي، چې له بده مرغه تېره شپه په لسو بجو يې جسد د مزار شريف ښار په نهمې ناحيې کې موندل شوى دى.
عادل وايي، ناپېژاندو کسانو نوموړى پر ډزو نه، بلکې د غاړې په خفک کولو سره يې وژلى دى.
د نوموړي په وينا، پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې هدفي وژنې زياتې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP