ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ولايت د بشري حقونو کمېسيون د رييس زوى ووژل شو

د بلخ ولايت د بشري حقونو کمېسيون د رييس زوى ووژل شو

author avatar
14 Jan 2021 - 12:54
د بلخ ولايت د بشري حقونو کمېسيون د رييس زوى ووژل شو
author avatar
14 Jan 2021 - 12:54

کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٩) : د بلخ ولايت د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د رييس زوى د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.

د بلخ د پوليسو وياند عادل شاه عادل د مرغومي په ٢٥مه، پژواک اژانس ته وويل چې دوه ورځې مخکې د دغه ولايت د بشري حقونو د کمېسيون د رييس محمد سامع زوى احمد راشد لس نيمې بجې له کوره وځي .

هغه زياته کړه، چې د غرمې په دوولس نيمو بجو يې ټيلېفون غلى او دى نادرکه کېږي، چې له بده مرغه تېره شپه په لسو بجو يې جسد د مزار شريف ښار  په  نهمې ناحيې کې موندل شوى دى.

عادل وايي، ناپېژاندو کسانو نوموړى پر ډزو نه، بلکې د غاړې  په خفک کولو سره يې وژلى دى.

د نوموړي په وينا، پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې هدفي وژنې زياتې شوې دي.

 

Views: 175

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.