ترينکوټ ( پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۹): د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د محصولاتو خوندي ساتلو په موخه د ٣٣ ميليونه افغانيو په لګښت ۵۷ سړې خونې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد د مرغومي په ٢٥مه، د دې پروژې د پرانيستې پر مهال وويل چې د سړو خونو د يادې پروژې مالي لګښت د افغانستان حکومت له خوا ورکول شوی، چي د يوکال په جريان کې يې چاري بشپړې شوې دي.
هغه زياته کړه، په دې خونو کې به د اروزګان کروندګر خپل محصولات ساتي او وخت پر وخت به يې مارکېټ ته وړاندې کوي.
والي هيله وښوده چې له دې سره به د کروندګرو اقتصاد ښه سي.
د اروزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس احمدشاه خيري وويل ، د جوړو شوو ۵۷ سړو خونو له جملې ۳۰ د سپينو پيازو، ۲۰ د سرو پيازو، ۵ د کچالو او ۲ هم د مڼو او انارو ساتلو لپاره جوړې شوې دي.
نوموړي له کروندګرو وغوښتل چې له جوړو شوو سړو خونو څخه سمه ګټه واخلي.
د عبدالکريم په نوم يو تن کروندګر وويل چې د سړو خونو د نشت له امله به د هغوی محصولات خرابېدل او يا به هم اړ وو چي په نيمه بيه يې وپلوري.
دوی هيله مندي چې د سړو خونو په مرسته به نه يوازې کرنيز پيداوار ساتي، بلکې په ښه بيه به يې مارکېټ ته هم وړاندې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP