ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې د ۳۳ ميليونو افغانيو په لګښت سړې خونې جوړې شوې دي

په اروزګان کې د ۳۳ ميليونو افغانيو په لګښت سړې خونې جوړې شوې دي

author avatar
14 Jan 2021 - 16:56
په اروزګان کې د ۳۳ ميليونو افغانيو په لګښت سړې خونې جوړې شوې دي
author avatar
14 Jan 2021 - 16:56

ترينکوټ ( پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۹): د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د محصولاتو خوندي ساتلو په موخه د ٣٣ ميليونه افغانيو په لګښت ۵۷ سړې خونې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد د مرغومي په ٢٥مه، د دې پروژې د پرانيستې پر مهال وويل چې د سړو خونو د يادې پروژې مالي لګښت د افغانستان حکومت له خوا ورکول شوی، چي د يوکال په جريان کې يې چاري بشپړې شوې دي.

هغه زياته کړه، په دې خونو کې به د اروزګان کروندګر خپل محصولات ساتي او وخت پر وخت به يې مارکېټ ته وړاندې کوي.

والي هيله وښوده چې له دې سره به د کروندګرو اقتصاد ښه سي.

د اروزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس احمدشاه خيري وويل ، د جوړو شوو ۵۷ سړو خونو له جملې ۳۰ د سپينو پيازو، ۲۰ د سرو پيازو، ۵ د کچالو او ۲ هم د مڼو او انارو ساتلو لپاره جوړې شوې دي.

نوموړي له کروندګرو وغوښتل چې له جوړو شوو سړو خونو څخه سمه ګټه واخلي.

د عبدالکريم په نوم يو تن کروندګر وويل چې د سړو خونو د نشت له امله به د هغوی محصولات خرابېدل او يا به هم اړ  وو چي په نيمه بيه يې وپلوري.

دوی هيله مندي چې د سړو خونو په مرسته به نه يوازې کرنيز پيداوار ساتي، بلکې په ښه بيه به يې مارکېټ ته هم وړاندې کوي.

Visits: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.