کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٩) : پر سوريې د اسراييل هوايي ځواک د بمباريو له امله ٢٣ کسان وژل شوي دي.
امريکايي رسنيو خبر ورکړى، چې اسراييلو دا هوايي بريدونه د امريکا له خوا د ورکړل شويو استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړي دي.
سرچينې زياته کړې، اسراييلي الوتکو د سوريې پر دير الزور، ميادين او بوکمال سيمو کې پر هغو زېرمتونو بمبار کړى چې وسلې او مهمات په کې ساتل شوي وو.
د سوريې دولتي اژانس (سنا نيوز) دا بريدونه تاييد کړي، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.
بلخوا په سوريه کې د روانو جګړو يوې څارونکې ډلې ويلي دي چې اسراييلي الوتکو ١٨ بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې ٢٣ کسان وژل شوي دي.
خو سرچينو دا نه دي ويلي، چې وژل شوي کسان عام وګړي دي او که سرتېري .
د يادونې ده، چې اسراييل ، ترکيې او يو شمېر نورو هېوادونو هم تر دې مخکې د سوريې پر خاوره هوايي بريدونه کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP