ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر سوريې د اسراييلو بمباريو کې ٢٣ کسان وژل شوي

کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٩) : پر سوريې د اسراييل  هوايي ځواک د بمباريو له امله ٢٣ کسان وژل شوي دي.

امريکايي رسنيو خبر ورکړى، چې اسراييلو دا هوايي بريدونه د امريکا له خوا د ورکړل شويو استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې، اسراييلي الوتکو د سوريې پر دير الزور، ميادين او بوکمال سيمو کې پر هغو زېرمتونو بمبار کړى  چې وسلې او مهمات په کې ساتل شوي وو.

د سوريې دولتي اژانس (سنا نيوز) دا بريدونه تاييد کړي، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

بلخوا په سوريه کې د روانو جګړو يوې څارونکې ډلې ويلي دي چې اسراييلي الوتکو ١٨ بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې ٢٣ کسان وژل شوي دي.

خو سرچينو دا  نه دي ويلي، چې وژل شوي کسان عام وګړي دي او که سرتېري .

د يادونې ده، چې اسراييل ، ترکيې او يو شمېر نورو هېوادونو هم تر دې مخکې د سوريې پر خاوره هوايي بريدونه کړي دي.

Hits: 76

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.