ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اندونيزيا کې د زلزلې له امله ٣٥ کسان مړه شوي

په اندونيزيا کې د زلزلې له امله ٣٥ کسان مړه شوي

author avatar
15 Jan 2021 - 14:52
په اندونيزيا کې د زلزلې له امله ٣٥ کسان مړه شوي
author avatar
15 Jan 2021 - 14:52

کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٩) : په اندونيزيا کې د زلزلې له امله ٣٥ کسان مړه شوي، لسګونه ټپيان او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.
د راپورونو له مخې، دا زلزله تېره شپه په يوه بجه د اندونيزيا په سلاويسي جزيره کې د ريښتر په ٦،٢ درجه کې شوې ده.
د دغه هېواد د رسنيو د معلوماتو له مخې، زلزله د بحر په ١٠ کيلو متره لاندې اوبو کې شوې چې له امله يې د يادې جزيرې ډېرو برخو ته زيانونه اوښتي دي.
ځايي چارواکو ويلي چې تر اوسه له زلزلې څخه د٣٥کسانو د مړينې راپور ورکړل شوى، سلګونه کسان ټپيان دي، ٦٠ کورونه او دفترونه نړېدلي ، د برېښنا سسټم زيانمن شوى او په يو شمېر سيمو کې غرونه هم ښويېدلي دي.
د راپورونو له مخې، تر اوسه ٦٤٠ کسان روغتونونو ته وړل شوي او کېداى شي د مرګ ژوبلې شمېره له دې هم لوړه شي.

Visits: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.