ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان زعفرانو یو ځل بیا د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړ

د افغانستان زعفرانو یو ځل بیا د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړ

author avatar
17 Jan 2021 - 10:14
د افغانستان زعفرانو یو ځل بیا د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړ
author avatar
17 Jan 2021 - 10:14

کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۹): د افغانستان زعفرانو یو ځل بیا د ذایقې له نړیوال انسټیټوت څخه د درې ستوریزو سرو زرو لومړی مقام ترلاسه کړ.

یاد انسټیټیوټ پر خپلې ویبپاڼې لیکلي چې افغانستان د زعفرانو پروسس اړوند کارونه د پخوا په پرتله نور هم ښه کړي او یاد مقام یې د لسګونو هېوادونو له منځه خپل کړی دی.

د افغانستان زعفرانو چې نړیوال شهرت لری، تر دې وړاندې هم په نړیواله کچه جایزې ګټلې دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په روان کال کې افغانستان کې ۱۲ مټریک ټنه زعفران تولید شوي او د تېر کال په پرتله لس سلنه ډېر شوي دي.

افغانستان کې ټولو ډېر زعفران په هرات، فاریاب او بلخ ولایتونو کې کرل کېږي.

Visits: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.