Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د څلور کیلومتره سړک جوړېدو چارې پیل شوې

کابل ښار کې د څلور کیلومتره سړک جوړېدو چارې پیل شوې

author avatar
17 Jan 2021 - 15:32
کابل ښار کې د څلور کیلومتره سړک جوړېدو چارې پیل شوې
author avatar
17 Jan 2021 - 15:32

کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۹): د پلازمېنې زون پراختیا اداره په کابل ښار کې د نږدې ۷۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د څلور کیلومتره سړک جوړولو خبر ورکوي او وايي، د دغه سړک په بشپړېدو به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.

د پلازمېنې زون  پراختیا ادارې رییس نجیب الله شینواري د دغه سړک پرانیستې په مراسمو کې وویل، د کابل ښار د ۱۱مې او ۱۷مې حوزو د مواصلاتي سړک د دویمې برخې چارې نن پیل شوې او په ۲۸ میاشتو کې به بشپړې شي.

نوموړي زیاته کړه، دغه سړک څلور کیلومتره اوږدوالی او ۳۰ کیلومتره عرض لري، د شاه توتک سیمې د کارېزمیر سیمې د پخوانۍ تلاشۍ له سیمې سره تړي.

د سرچینې په خبره، د دې پروژې تطبیق د شمال لویې لارې د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمېدو کې مهم دی او د ۱۱مې او ۱۷مې ناحیو مواصلاتي لار د امکان تر کچې لنډوي.

د هغه په خبره، د دې پروژې لګښت چې شاوخوا ۷۰۰ میلیون افغانۍ ته رسېږي د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې له خوا تادیه کېږي.

د پلازمېنې زون د پراختیا اداره وايي، د دې پروژې د جوړېدو چارې د (انکشاف ملي) ساختماني افغاني شرکت له خوا ترسره کېږي.

د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د انکشاف ملي شرکت رییس اسامه مبشر، د کابل والي محمد یعقوب حیدري، قومي مشرانو ګډون درلود.

Views: 59

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.