ښرنه (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٩): د پکتيکا ولايت د پوليسو ځانګړو ځواکونو په اورګون ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال د سپکو او درنو وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
د پکتيکا ولايت د پوليسو د ځانګړې قطعې قوماندان سمونوال خانزاده کاروان د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د يو لړ کشفي راپورونو په اساس د اورګون ولسوالۍ په دره کې يې عمليات کړي دي.
نوموړي وايي چې د دغو عملياتو پرمهال د وسله والو طالبانو د وسلو يوه لويه زېرمه يې کشف او ترلاسه کړې ده.
نوموړي وويل چې له دې زېرمې څخه د مزائيلو دستګاوې، هاوانونه، لاسي بمونه، ماينونه او نورې وسلې او تجهيزات ترلاسه شوي دي.
دغه راز د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال نجيب الله سرتېر هم د دې زېرمې کشف او ترلاسه کول تاييد کړل او ويې ويل چې د دغو وسلو په ترلاسه کولو سره د ډېرو بريدونو مخه ونيول شوه.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP