ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي ځواکونو پکتيکا کې د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې

امنيتي ځواکونو پکتيکا کې د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې

author avatar
17 Jan 2021 - 14:55
امنيتي ځواکونو پکتيکا کې د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې
author avatar
17 Jan 2021 - 14:55

ښرنه (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٩): د پکتيکا ولايت د پوليسو ځانګړو ځواکونو په اورګون ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال د سپکو او درنو وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.

د پکتيکا ولايت د پوليسو د ځانګړې قطعې قوماندان سمونوال خانزاده کاروان د مرغومي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د يو لړ کشفي راپورونو په اساس د اورګون ولسوالۍ په دره کې يې عمليات کړي دي.

نوموړي وايي چې د دغو عملياتو پرمهال د وسله والو طالبانو د وسلو يوه لويه زېرمه يې کشف او ترلاسه کړې ده.

نوموړي وويل چې له دې زېرمې څخه د مزائيلو دستګاوې، هاوانونه، لاسي بمونه، ماينونه او نورې وسلې او تجهيزات ترلاسه شوي دي.

دغه راز د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال نجيب الله سرتېر هم د دې زېرمې کشف او ترلاسه کول تاييد کړل او ويې ويل چې د دغو وسلو په ترلاسه کولو سره د ډېرو  بريدونو مخه ونيول شوه.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 62

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.