جلال اباد (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت سپين غر او سره رود ولسواليو کې يې ۱۷ وسله وال طالبان وژلي دي.
چارواکي وايي، وسله وال په هوايي بريدونو کې وژل شوي چې دوه يې مشهور ځايي قوماندانان دي.
د ننګرهار ولایت وياند عطاءالله خوږياڼي د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت د سپين غر ولسوالۍ د مامنددرې په وچه ژوره او د سره رود ولسوالۍ په ککړک سيمه کې پرون مازديګر د وسله والو طالبانو پر مرکزونو هوايي بريدونه شوي دي.
هغه زياته کړه، په دغو بريدونو کې د عبدالزاده مشهور په سنګري او برج په نومونو د دوو مشهورو ځايي قوماندانانو په ګډون ۱۷ وسله وال طالبان ووژل شول.
د والي وياند وايي، د هوايي بريدونو پر مهال د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات له منځه تللي دي.
نوموړي روښانه نه کړه چې هوايي بريدونه افغان او که بهرنيو ځواکونو کړي خو وايي، ملکي خلکو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو په دې تړاو خبريالانو ته څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP