ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتران: د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره «سپلني» دودول کوم علمي اساس نه لري

ډاکتران: د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره «سپلني» دودول کوم علمي اساس نه لري

کابل (پژواک، ۱ سلواغه ۹۹): د ټولنیزو شبکو ځينې کاروونکي او هېوادوال د کرونا ویروس د له منځه وړلو لپاره د «سپلني» دود ګټور ګڼي، خو د روغتیايي چارو پوهان وايي، د کرونا ویروس د له منځه وړلو په برخه کې د دغه بوټي دود اغېزمنتوب علمي اساس نه لري.

په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو ځينو کاروونکو د کرونا ویروس د له منځه وړلو لپاره د « سپلني» د اغېزمنتوب په اړه مطالب خپاره کړي، خو ډاکتران د کرونا ویروس د له منځه وړلو په برخه کې د دغه بوټي ګټورتوب ردوي.

سپند د کرونا درمل

د مهناز په نوم فېسبوک کاروونکي «د کرونا درمل پیدا شول!! ګرانو دوستانو سپارښتنه درته کوم چې هره ورځ دوه ځلې، سهار او ماښام سپلني دود کړئ چې د کرونا له شره خوندي پاتې شئ. بیړه وکړئ او تشویش مه کوئ. ځکه سپلني هر ځای پیدا کېږي. ګرانو دوستانو! د مهربانۍ له مخې دغه پوسټ شېیر کړئ څو نور ملګري هم ترې خبر شي.» په نوم مطلب خپور کړی دی.

دغه راز د صافي کوهستاني په نوم بل فېسبوک کاروونکي د روان کال د لیندۍ په میاشت کې «د کرونايي ناروغانو د تجربې په اساس د درملنې تر ټولو قوي نسخه» تر عنوان لاندې یو مطلب خپل فيسبوک کې خپور کړی چې سلګونو کسانو خوښ کړی دی، لسګونو کسانو پرې تبصره کړې او نږدې ۱۹۰۰ کسانو دغه مطلب له خپلو دوستانو سره شریک کړی دی.

خو صافي په دغه پوسټ د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره د ځینو طبي بوټو او درملو د معرفۍ او سپارښتنې ترڅنګ د سپلني دود ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي، د سپلني دود تنفس د ساه لنډۍ لپاره هم ګټور دی.

دا په داسې حال کې ده چې له پخوا هم د ډېرو هېوادوالو ترمنځ داسې باور موجود دی چې د سپند دود د بد نظر لپاره استفاده کېږي او لا هم یاد بوټی په همدې موخه استفاده کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکې ۶۵ کلنې شکیلا پژواک ته وویل: “زموږ په کورنۍ کې له مور او نیا مې په یاد دي چې سپلني یې دود کاوه، دوی ویل، سپلنی ډېر پاک شی دی، د سترګو نظر لرې کوي، مور به مې تل راته نصیحت کاوه چې په کور کې تل سپلني دود کړم، څو بدې سترګې هم لرې شي او له دې امله چې ډېر پاک دی، مکروبونه هم وژني.”

د خالد امیري په نوم دوکاندار چې د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې د یونايي بوټو پلورنځي لري، پژواک ته وویل، سپلني مکروب ضد بوټی دی او معمولا د غوره هضم او مفصلونو د درد لپاره کارول کېږي. د کرونا ویروس د خپرېدو په لومړي پړاو کې پلور ډېر زیات و، له کرونا مخکې یې هره ورځ یو کیلو سپلني پلوره، خو د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال یې هره ورځ له څلور تر پنځو کیلو سپلني پلوره.

ډاکټران: د کرونا ویروس د له منځه وړلو په برخه کې د سپلني دود ګټورتوب علمي اساس نه لري

د کابل طبي پوهنتون استاد ډاکتر سید مجاهد هاشمي پژواک ته وویل: “له سپلني استفاده په بېلا بېلو ټولنو او قومونو کې ځينې باورونه، اداب او رواجونه لري چې عملي اساس نه لري او متخصصین یې نه تاییدوي.”

ده زیاته کړه: “زموږ په هېواد کې هم د سپلني دودول له پخوا کلونو راهیسې یو رواج دی او د سترګو له بد نظر څخه د خونديتوب لپاره ترسره کېږي. په اصل کې دا مسأله یواځې یوه خرافه ده چې باید په علمي ډول چلند ورسره وشي.”

هغه زیاته کړه، د سپلني د دودولو له امله د میکروب وژلو او تصفیه کارۍ مسأله هم علمي اساس نه لري او روغتیايي متخصصان یې سپارښتنه نه کوي او د کرونا ویروس د درملنې په برخه کې هم کوم رول نه لري.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاندې معصومې جعفري وویل، تر اوسه د کرونا ویروس دقیقه او ګټوره درملنه نشته، یواځې واکسین دی چې د کرونا ویروس لپاره یې علمي معیارونه ترسره کړي دي.

نوموړې له خلکو وغوښتل چې پر دغه ډول پوسټونو باور ونه کړي او روغتیايي سپارښتنې لکه پر صابون د لاسونو مینځل، له ماسک څخه استفاده او ټولنیز واټن ډېر مراعات کړي.

 

Visits: 108

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.