ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په سپین بولدک کې د لمریزې برېښنا شبکه جوړه شوه

د کندهار په سپین بولدک کې د لمریزې برېښنا شبکه جوړه شوه

author avatar
21 Jan 2021 - 15:59
د کندهار په سپین بولدک کې د لمریزې برېښنا شبکه جوړه شوه
author avatar
21 Jan 2021 - 15:59

کندهار (پژواک، ۲ سلواغه ۹۹): د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۳۵.۶ کیلوواټه په وړتیا د لمریزې برېښنا یوه شبکه فعاله شوه.

د کندهار ولایت ویاند بهیر احمدي پژوک خبري اژانس ته وویل، د لمریزې برېښنا تولید دغه پروژه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له خوا په سپين بولدک ولسوالۍ کې پلې شوې ده.

هغه زیاته کړه، دغه پروژه د ۳۵.۶ کیلوواټه برېښنا د تولید په وړتیا د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت ترسره شوې ده.

دی وايي، په دې شبکه کې ۱۹۸ تختې ۲۷۵ واټه لمریزې هيندارې او ۱۰۸ دانې ۲۰۰ امپیره بېټرۍ نصب شوې او ۸۵۸۴ متره مزي ترې کورونو ته غځول شوي دي.

د ده په خبره، د لمریزې برېښنا له دې شبکې ۲۹۸ کورنۍ ګټه اخلي.

د سپين بولدک ولسوالۍ د پرمختیايي شورا مشر راز محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پروژه د کلي د اوسېدونکو په غوښتنه پلې شوې ده.

هغه زیاته کړه، د دې سیمې شاوخوا ۳۰۰ کورنیو تر دې وړاندې د برېښنا هیڅ راز اسانتیا نه لرله، خو د دې پروژې په وسیله له برېښنا برخمنې شوې.

دی وايي، د دې پروژې ځانګړتیا دا ده چې دغه کورنۍ به ۲۴ ساعته برېښنا ولري او د شپې له پلوه به په بېټریو کې له زېرمه شوې برېښنا کار اخلي.

په کندهار ښار او ولسوالیو د ولسي تړون پروګرام له مخې لسګونه ټولګټې پروژې بشپړې شوي او لسګونه نورې روانې دي چې د خلکو په وینا د ژوندانه په بېلابېلو برخو کې یې اسانتیاوې ورته برابرې کړي دي.

Views: 191

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.