منصور: چین دې د لمریزې برېښنا شبکو جوړولو برخه کې همکاري وکړي
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره لیدنه کې له هغه غوښتي چې د اروزګان او پکتیا ولایتونو لپاره د لمریزې برېښنا شبکو جوړولو کې همکاري وکړي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره لیدنه کې له هغه غوښتي چې د اروزګان او پکتیا ولایتونو لپاره د لمریزې برېښنا شبکو جوړولو کې همکاري وکړي.
د بلخ د دهدادي ولسوالۍ برېښناکوټ سیمه کې نن د ۲۸ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید شبکې جوړولو چارې پیل شوې.
د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د ننګرهار په حصارشاهي صنعتي پارک کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید لپاره د خصوصي سکټور د ۵۰،۶۹ میلیون ډالرو د پانګونې طرحه تایید شوه.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د نغلو د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه د ۷.۶ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د «رېنیووا» په نوم د یوې جاپاني کمپنۍ رییس د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي اجرائیوي رییس سره په لیدنه کې ویلي چې غواړي افغانستان کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید په موخه پانګونه وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د یوه الماني شرکت مشر ویلي چې شرکت یې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژو کې پانګونې ته چمتو دی.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، له یوه خصوصي شرکت سره یې د ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت په درېیو ولایتونو کې د اته مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره وایي چې تر ۲۰۲۸ کال پورې د افغانستان په کچه دوه زره ښوونځي او یو شمېر کلینیکونه چې د برېښنا له نشتون سره مخ دي، پر لمریزې برېښنا سمبالوي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي ناسته کې په سروبي کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحه تایید کړه.
بلخ کې د ۲۲۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ښځو اړوند ۱۵ بېلابېلو کارخونو ته د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ شو.
د کابل په سروبی ولسوالۍ کې د ۷۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید سیسټم لګولو پروژې چارې پیل شوې.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې له يوه خصوصي شرکت سره یې د کابل په ترهخېلو سیمه کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید لپاره د یوې پروژې تړون لاسلیک کړ.
د کندهار ګمرک مسوولین وایي، د دغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په ګمرک کې نن د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو.
د اروزګان د پوهنې ریاست وایي، له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق/ UNICEFپه مالي ملاتړ د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د پوهنې ریاست او د شپږو ولسوالیو د پوهنې امریتونو ته د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره شوه.
د بلخ په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت له ۱۰۰۰ اړو کورنیو سره د لمریزې برېښنا د سیسټم مرسته وشوه.
د بلخ ولایت بزګر د کرنې لپاره له څاګانو د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو را ایستل که څه هم اسانتیا بولي، خو د دې برخې کارپوهان وایي چې دغه کار د اوبو کچه ټيټوي او د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د غور اوسېدونکي له حکومته د فېروزکوه لمریزې برېښنا د نیمګړې پاتې پروژې- چې د مخکني حکومت له خوا یې کار پیل شوی و- د بشړېدو غوښتنه کوي.
د پنجشېر ولایت د مرکز مار ایلاق بازارک کلې کې د طبیعي سرچینو فارم د اوبو کانال او لمریزې برېښنا سیستم په ۲۵جریبه ځمکه کې بېرته فعال شو.
د کونړ په مرکز اسعداباد ښار کې د سولري برېښنا پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. د کونړ د والي وياند غني مصمم د کب په ١١مه پژواک اژانس ته وويل چې د ولسي…
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۳۵.۶ کیلوواټه په وړتیا د لمریزې برېښنا یوه شبکه فعاله شوه. د کندهار ولایت ویاند بهیر احمدي پژوک خبري اژانس ته وویل، د لمریزې برېښنا تولید دغه…